ښرنه (پژواک، ١٦ غويى ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د عامې روغتیا ریاست لپاره د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دا درې پوړيزه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په انکشافي بوديجه جوړیږي چې ټولې اسانتياوې به ولري او د يوه کال په موده کې به جوړه شي.
د هغه په وينا، له دې وړاندې دغه ریاست معیاري ودانۍ نه لرله او په دې برخه کې اداري کارکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یې يادې ستونزې هوارې شي.
د دې ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل خروټي وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی په خدماتو کې د پام وړ بدلون راشي او ولسونو ته به ښه خدمات وړاندې کړي.
ده زياته کړه چې د يادې ودانۍ له رغنيزو چارو به وخت په وخت څارنه او نظارت کوي، ترڅو دغه ودانۍ په ښه ډول سره جوړه شي.
قومي مشر سيدالله هم وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په مرکز ښرنه کې د روغتيايي خدماتو په چټکتيا کې ښېګڼه راشي، خو غوتښتنه يې وکړه چې د يادې ودانۍ د رغولو چارې او نظارت دې په سم ډول تر سره شي.
د یادونې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د پکتيکا د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره هم د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پيل او د یوه کال په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن