ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کميسيون: پر تذکرو د سټيکر لګولو له خطر سره مخامخ هېوادوال د تذکرې مثنى اخيستلى شي

د ټاکنو کميسيون: پر تذکرو د سټيکر لګولو له خطر سره مخامخ هېوادوال د تذکرې مثنى اخيستلى شي

author avatar
17 May 2018 - 11:11
د ټاکنو کميسيون: پر تذکرو د سټيکر لګولو له خطر سره مخامخ هېوادوال د تذکرې مثنى اخيستلى شي
author avatar
17 May 2018 - 11:11

کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩٧): د ټاکنو خپلواک کميسيون د تابعيت د اصلي تذکر پربنسټ د رايې ورکوونکو پر نوم ليکنې ټينګار کړى، خو پرېکړه يې کړې، هغه هېوادوال چې ښايي پر تذکرو د سټيکر لګولو له امله له خطر سره مخامخ شي، کولى شي د تذکرې مثنى واخلي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې د دې کميسيون له خوا تېره شپه ناوخته خپره شوې، په ډاګه شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستيو کې (د غويي په شلمه) هوډ کړی و چې د مراجعينو په غوښتنه دې د تذکرو پر کاپيو سټېکر ولګول شي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون څلورو غړو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې دغه طرحه له حقوقي او تخنيکي پلوه ستونزه لري او په ټاکنو کې درغليو ته لار پرانيزي. دغه راز د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله هم د تذکرو پر کاپيو د سټېکر له لګولو سره مخالفت کړی و.

خو د کميسيون په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستيو څو ورځو کې، د تذکرې د اصلي او يا کاپي پر بنسټ د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په اړه موضوعاتو مطرح شوي، چې د هېوادوالو د مختلفو برداشتونو او اندېښنو لامل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په همدې اساس، د ټاکنو کميسيون د دې اندېښنو د لرې کولو په خاطر اعلانوي چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د تابعيت د اصلي تذکرې پر بنسټ ترسره کېږي او هېوادوال کولى شي د تابعيت له اصلي تذکرې سره د نوم ليکنې مرکزونو ته مراجعه وکړي او خپل نوم د رايې ورکوونو په نوملړ کې ثبت کړي.

سرچينه کاږي، همدارنګه کميسيون د هېوادوالو د امنيتي اندېښنو د لرې کېدو په خاطر د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې سره تخنيکي مشورې کړي او په پايله کې دې نتيجې رسېدلي، هغه هېوادوال چې ښايي پر تذکرو د سټيکر لګولو له امله له خطر سره مخامخ شي، کولى شي د نفوسو د احوال د ثبت ادارې ته مراجعه وکړي او د تذکرې مثنى واخلي. دغه اداره دغه ډول مراجعينو ته سټيکر لرونکې اصلي تذکرې ته په کتلو، مثنى ورکوي.

سرچينه زياتوي، مخکې د ټاکنو کميسيون او د حکومت مشرتابه ته پر اصل تذکرې د سټيکر لګولو په اړه د ځينو اړخونو له خوا امنيتي اندېښنې مطرح شوې وې، چې کميسيون د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شو او له اوږدو بحثونو وروسته، د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې سره يې ياد شوى تفاهم ترسره شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.