ګردېز(پژواک،٣٠غويى٩٧): د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د توليدي فابريکو پر جوړولو کابو ۲۵۰ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې چې سلګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پانګونه په بېلابېلو توليدي برخو کې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
عالم يار دا خبرې د رخت او حيواني خوراکي توکو د توليد د دوه فابريکو د پرانيستې د مراسمو په ترڅ کې وکړې او ويې ويل چې په يادو دوه فابريکو کې شاوخوا سل کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
نوموړی وايي: ((خصوصي سکتور تر اوسه پورې په حدود د څلور تر پنځه ميليونه ډالره سرمايه ګذاري کړې، دا نن چې د حيواني خوراکي توکو د توليد کومه زراعتي فابريکه افتتاح شوه، دا تقريبا د دوه سوه زره ډالرو په ارزښت ده او د افغانستان په کچه د زراعت په سکتور کې دويمه فابريکه ده، همدارنګه د رخت په فابريکه هم ۳۰ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې او دا به نوره هم زياته شي.))
عالميار زياته کړه چې ګڼ نور پانګه وال او سوداګر هم لېواله دي چې په دغه ولايت کې فعاليت وکړي، خو په خبره يې چې د ځای او برېښنا د ستونزې نه حل له امله يې تر اوسه عملي اقدام نه دی کړی.
عالميار وايي: ((برق او ځای ستونزه ده؛ که څه هم د برق ستونزه تر يو حده حل شوې او لا هم د حل کېدو په حال کې ده او د صنعتي پارک لپاره د بوديجې نشتون يو خنډ دی، نو د دې ستونزو په حل بايد ژر کار وشي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ټولو فابريکو کې څه باندې اووه سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
يو تن پانګه وال بادام ګل وايي چې د رخت فابريکه يې له پېښور څخه رالېږدولې او غواړي چې د امکاناتو په برابرېدو خپل کاروبار لا پراخ کړي.
بادام ګل وويل: ((موږ اوس د ښار په يوه څنډه کې ځای نيولی او له دې ځايه فعاليت کوو، نو که صنعتي پارک کې سهولت ايجاد شي، ځمکه په کې راکړل شي او برق پوره ورسيږي، نو انشاالله موږ غواړو چې خپل کار او توليد لا زیات کړو.))
دغه راز يو تن بل پانګوال مومن خان له خپل کاره رضايت ښيي او وايي چې په دې برخه کې يې کابو دوه سوه او پنځوس زره ډالره پانګونه کړې.
مومن پژواک ته وويل: ((په ګردېز کې زموږ کاروبار تر دا تېر کاله هم ښه و، خو د تقلب او کم کيفيته توليد له امله زموږ کاروبار هم خراب شوی دى.))
د حقمل په نوم د مرکز د دولتزيو سيمې اوسېدونکی وايي چې په ګردېز کې په يوه فابریکه کې کار کوي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.
ده پژواک ته وويل: ((بې روزګاره وم، په کلي کې دغسې ګرځېدم او سرګردانه وم، اوس الحمدلله په خپل ځای کې مو کارخانه جوړ شوې، هلته کار کوم، په دې معاش مې د کور ګوزاره کېږي او خوشحاله يم.))
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رياست رييس نقيب سرحدي وايي چې د صنعتي پارک زر جريبه ځمکه تشخيص، رسمي او د پارک لپاره ماسټر پلان هم بشپړ شوی دی.
نوموړی هيله من دی چې د سږکال په اوږدو کې به په صنعتي پارک کې عملي چارې پيل شي.
هغه وايي: ((د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره ماسټر پلان ډېر حياتي و، چې بشپړ شو؛ موږ به په روان کال کې په صنعتي پارک کې زېربنايي کارونو، لکه برېښنا او سړک لپاره بوديجه راپيدا کړو، څو په صنعتي پارک کې عملا فعاليت پيل شي.))
د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د ګردېز ښار په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا ۸۰ توليدي فابريکې فعالې دي.