ښرنه (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): وسله والو طالبانو د پکتيکا- غزني پر لويه لار د مسافرو د تګ راتګ لپاره يوه فرعي لار جوړه کړې خو خلک وايي چې طالبان په دې لاره دوى تلاشي کوي او ګمرک يې هم جوړ کړى دى.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې جګړه پيل شوه چې له امله يې طالبانو د غزني- پکتيکا عمومي لار د ترافيکو پر مخ وتړله.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د مدني ټولنې غړي اکبر راحيل د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د جګړې له امله د پکتيکا- غزني لويه لار د خلکو پر مخ اوس هم تړلې ده.
هغه وايي: ((دا لار طالبانو تړلې خو خلکو ته يې بيا يوه فرعي لار جوړه کړې او که څوک په دې فرعې لار له تلو انکار وکړي طالبان پرې ډزې کوي او که په عمومي سړک له تلو انکار وکړي امنيتي سرتېري پرې ډزې کوي، نو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.))
دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي ښايسته خان پژواک ته وويل: ((څو ورځې وړاندې زه له خپلې کورنۍ سره پکتيکا ته راتلم، د ملي اردو عسکرو راته وويل چې په عمومي سړک لاړ شه، کله چې د خاني بابا سيمې ته ورسېدم، طالبانو را باندې بريد وکړ موږ ځانونه يو ځاى کې پټ کړل خو موټر مې شاوخوا ٧٥ مرمۍ لګېدلی دى.))
د هغه په وينا، تر ناوخته په دې سيمه کې وو چې بيا افغان ځواکونه راغلل او له کورنۍ سره يې وژغوره.
د دې لارې يوه موټر چلوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ له سلطان باغ څخه تر تاسنګ سيمې پورې په فرعي لار طالبان ولاړ دي او خلک تلاشي کوي.
ده وويل چې طالبانو د سلطان باغ په سيمه کې ګمرګ هم جوړ کړى او هره ورځ له لسګونو موټرو د ګمرک په نوم پيسې ترلاسه کوي.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل: ((طالبانو په دې سيمه کې له ما څخه هم څو ځلې پيسې اخيستې دي.))
دغه راز په ښرنه کې د ځوان خوځښت ټولنې مشر عبدالحق فقيرزاده هم پژواک ته وويل چې طالبانو پر دې لار ګمرک جوړ کړى دى.
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د طالبانو د دغه شان کړنو مخه ونيسي.
پژواک د طالبانو د دغه ګمرک د محصول پاڼې يوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.
د دې پاڼې په سر کې ليکل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د سرحداتو رياست.
په دې پاڼه کې له يو مازدا موټره ١٣ ورځې وړاندې ٢٥٠٠ کلدارې اخيستل شوې او د لاسليک پر ځاى کې يواځې نجات ليکل شوي دي.
دغه راز په دې پاڼه کې د موبايل يوه شمېره هم ليکل شوې او د پاڼې په وروستۍ برخه کې ټينګار شوى چې د ستونزې پر مهال دې له دې شمېرې سره اړيکه ونيول شي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې په دغه ولايت پورې اړوند سيمه کې ستونزه نشته، ستونزه د غزني په خاوره کې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ څو ځلې په دې اړه د غزني له چارواکو سره اړيکې نيولې څو دغه ستونزه هواره کړي او هغوى هم د حل لپاره هلې ځلې کوي.))
دغه راز د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د پکتيکا- غزني پر لويه لار امنيتي ستونزې شته او طالبانو ګمرک هم جوړ کړى دى.
هغه وايي: ((د سرتېرو له کمښت سره مخ يو، نو داسې ژر د دې لارې د امنيت د تامين او د ګمرک د له منځه وړلو لپاره کوم پلان نشته دى.))
بل لور ته په دې اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه لار طالبانو د دې لپاره تړلې چې د جګړې پرمهال ملکي خلک له مرګ ژوبلې سره مخ نه شي.
ده وويل: ((زموږ ګمرک په دې سيمه کې پخوانى دى، د لارې له تړل کېدو سره هېڅ ډول اړيکه نه لري.))
د يادونې ده، پکتيکا د غزني او پکتيا ولايتونو له لارې له مرکز کابل سره نښلول کېږي چې دا مهال يې دواړه لويې لارې نا امنه دي او اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









