منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کورنيو چارو وزارت له تشکيل څخه بهر د پوليسو موټر را ټولوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

کابل(پژواک،۱۶غبرګولی۹۷): له ټولو هغو کسانو او چارواکو څخه چې له تشکيل څخه بهر د پوليسو وسايط ورسره دي، غواړي چې ياد وسايط دې ژر تر ژره نوموړي وزارت ته وسپاري.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته هم رارسېدلې راغلي:" کورنيو چارو وزارت  د ا.ا.ج ولسمشر او د وسله وال پوځ د سر اعلا قوماندان د لارښوونې عملي کېدو او مرستندويه هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان د بيا رغونې لپاه د امريکا د تفتيش ځانګړې ادارې( سيګار) د پرله پسې غوښتنو سره سم ټولو هغو کسانو او چارواکو  ته چې که په وزارت کې دننه وي او که بهر چې له تشکيل څخه بهر د پوليسو وسايط يې تصرف کړي، خبر ورکوي چې ياد شوي وسايط دې ژر تر ژره اړونده ادارو او قرار ګاوو ته وسپاري."

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د ياد شويو وسايطو تصرف کوونکي اړ دي چې له دوی سره شته دا ډول وسايط دې ژر تر ژره اړوندو ادارو ته وسپاري، له دې پرته ټولو عملياتي ارګانونو ته امر شوی چې د ياد شويو وسايطو په بېرته ترلاسه کولو کې جدي اقدام وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د کورنيو چارو وزارت د تفتيش عمومي رييس مسووليت لري چې د کورنيو چارو وزارت په ټولو ارګانونو کې د يادې اعلامې د تطبيق له څرنګوالي جدي څارنه وکړي او پايله يې د وزارت مقام ته وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست