ايبک(پژواک۲۶ غبرګولی۹۷): د نويو واده شويو نجونو د سينګار ځانګړې خونې او له دې خونو څخه د نورو نجونو ډله ييزه ليدنه، په سمنګان ولايت کې د اختر لمانځنې يوه ځانګړنه ده.
کوچني او لوی اخترونه، په کال کې د مسلمانانو دوه اخترونه دي. مسلمانان د کوچني اختر په ورځ د اختر لمونځ پر ادا کولو سربېره، غريبانو او بې وزلانو ته د فطر صدقه( يوه اندزه ټاکلې پيسې) ورکوي او په لوی اختر کې د اختر لمانځه ادا کولو وروسته قرباني کوي.
د نويو جامو اغوستل، د اختر مبارکۍ لپاره يو د بل کورونو ته ورتګ او په ډول ډول مېوو او ډوډۍ سره له مېلمنو څخه هرکلی او د زوم د کورنۍ له خوا د کوژدنې کور ته د اختري وړل، په دواړو اخترونو کې د ټولو افغانانو کابو ګډ دودونه دي.
خو د هېواد په شمال سمنګان ولايت کې نور ځانګړي دودونه هم شتون لري.
ددغه ولايت د مرکز ايبک د دلخکي کلي اوسېدونکې ۴۷کلنه تاش بي بي چې خپل پسه يې پلورلی او پر پيسو يې په ايبک ښار کې د اختر لمانځلو لپاره لازمو موادو پر پېرلو لګياوه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوی په کلي کې د اختر په لومړۍ ورځ، د اختر لمونځ اداکېږي او ځينې کسان د نويو جامو په اغوستلو سره، د يو او بل کورنو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي.
هغې وويل چې د اختر په دويمه ورځ، نارينه جومات ته د اختر ميوه وړي او هلته د سهار چای څښي.
تاش بي بي زياته کړه چې د اختر په دويمه ورځ هغه هلک او نجلۍ چې تازه واده يې کړی وي، خپل کورونه په ځانګړي ډول سينګاروي او د مېلمنو د هرکلي لپاره ځانګړې تابياوې نيسي.
هغه وويل چې د اختر په دويمه ورځ، د کلي ډېرۍ نجونې، سهار وختي نوې او ښکلې جامې اغوندي او سره را ټولېږي، په ډله ييزه توګه د هغې نجلۍ او هلک کور ته ورځي چې تازه يې واده کړی وي او د هغوی له خوا د مېلمنو د هرکلي او ددوی د کور د ښکلا څرنګوالی ګوري.
هغه په خپلو خبرو کې بل ټکي ته هم اشاره وکړه او ويې ويل:" دغه نجونې چې د تازه واده شويو کورونو ته ولاړې شي، د خدای پامانۍ پرمهال په دسترخوان کې شته ټوله ميوه په خپلو دستمالونو کې اچوي او د هماغه ورځې په مازيګر يې سره وېشي."
د هغه په وينا، موخه داده چې له مېلمنو څخه د هرکلي څرنګوالی او د کورونو د ډول ډول سنګار څخه زده کړي او کله چې واده شي، د خپلو کورونو په سينګارولو او مېلمنو څخه د هرکلي پرمهال ترې کار واخلي.
د ايبک ښار د سرقد کلي اوسېدونکي ۱۹کلنې ناز دانې هم وويل:" د هغو کسانو له کورونو څخه له ليدنې چې تازه واده شوي دي، زموږ موخه داده چې نوې واده شوې خپل کورونه څنګه سينګار کړي چې په راتلونکې کې موږ هم چې کله واده وکړو، بايد خپل کورونه تر دې هم ښکلي او سينګار کړو. "
د نوموړې په وينا، هغه نجونې چې نوې واده شوې وي، د خپل مهر په پيسو سره د کور د اړتيا وړ ټول وسايل لکه فرش، ظرف او نور پېري او د ودېدو پرمهال يې له ځان سره د خاوند کور ته وړي.
هغې زياته کړه:" دغه ټولې پردې او وسايل د زوم په کور کې په يوه يا دوو کوټو کې د ناوې لپاره برابرېږي او د اختر په ورځ د کلي نجونې ورځي او ګوري يې."
نازدانې وويل چې د نجونو د اختر دغه دود، د اختر لمانځنې او په خوشحالۍ سره د اختر ورځې تېرولو لپاره يوه پلمه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









