مزار شريف ( پژواک، ۵ چنګاښ۹۷): د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت د ولسي تړون برنامې عمومي مسوول وايي چې په لويو ښارونو کې د خلکو نفوس ورځ تر بلې زياتېږي او له همدې امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره بايد هڅې وشي.
صبغت الله غزنوي دغه څرګندونې نن د (چنګاښ۵) په مزار شريف کې د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې نويو جوړو شويو پراختيايي شوراګانو ته د جواز ورکولو په غونډه کې وکړې.
د کليو او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام عمومي مسوول د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد پروګرام د پيل کېدو لويه موخه د خلکو تر منځ د لا ډېر انسجام رامنځته کول دي.
نوموړي زياته کړه، نږدې يو کال وړاندې د ملي پيوستون پروګرام موده پای ته ورسېده خو ولسي تړون يې ځای ونيوه .
د غزنوي په وينا، دوی په ازمايښتي ډول د هېواد په څلور ولايتونو کابل، بلخ، کندهار او ننګرهار کې ولسي تړون پروګرام پيل کړی و چې تر دې ځايه يې پايلې مثبتې دي.
نوموړي وويل، ولسي تړون پروګرام د لسو کلونو لپاره طرح شوی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به ډېری ولايتونه تر پوښښ لاندې ونيسي.
د هغه په خبره، دغه پروګرام به په هغو سيمو کې پلی کېږي، چېرته چې د ملي پيوستون برنامې نه وي پلې شوې.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم په خپلو خبرو کې ولسي تړون پروګرام د بيا رغونې برخه کې د حکومت مهمه چاره ياده کړه.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د يادې برنامې د ښه تطبيق لپاره دې خپل سهم پر وخت او ښه ډول ادا کړي.
د بلخ والي د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو برخه کې د خلکو پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې حکومت هڅه کوي، تر څو د ورته پروګرامونو له لارې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
بلخ کې د ولسي تړون پروګرام ولايتي مسوولې فريبا شريف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په عملي کېدو کې به ۲۵ سلنه ونډه د خلکو وي.
هغې وويل چې دوی پلان درلود تر څو د مزار شريف په ۷مه، ۸مه، ۹مه او ۱۰مه ناحيه کې ۱۵۰ سيمه ييزې شوراګانې جوړې کړي، چې په وينا يې هره شورا له ۲۰۰ – ۲۵۰ کورنيو څخه تشکېلېږي.
د مېرمن احمدي په وينا، دمګړۍ دوی د ۱۳۹ شوراګانو چارې بشپړې کړي چې جوازونه به ورکړل شي.
هغې زياته کړه چې په دويم پړاو کې به د مزار شريف ښار ۱۲ ناحيې تر پوښښ لاندې ونيسي.
د مزار شريف اوسېدونکي هم د ولسي تړون پروګرام له لارې د پروژو پلي کولو ته خوښ دي؛ خو زياتوي چې دغه پروګرام کې د خلکو ونډه د دوی له توان څخه زياته نيول شوې ده.
د ښار د نهمې ناحيې د سيمه ييزې شورا مشر حاجي محمد هارون پژواک ته وويل چې د روان فقر له امله خلکو ته په ياد پروګرام کې د ۲۵ سلنه ونډې اخيستو موضوع ستونزمنه ده.
هغه زياته کړه: (( هغه وخت چې ملي پيوستون پروګرام و، نو خلکو به لس سلنه سهم په کې درلود؛ خو اوس په ولسي تړون پروګرام کې دغه ونډه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې، چې خلکو ته ستونزمن کار دی.))
نوموړي وويل چې اوس دوی اړ دي تر څو دې سهم ته اوږه ورکړي، ځکه چې په وينا يې بيا يې په سيمه کې پراختيايي پروژې نه پلې کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










