ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پور ورکوونکو او د کليو سپما ټولنو سره سل ميلیون افغانۍ مرسته وشوه

پور ورکوونکو او د کليو سپما ټولنو سره سل ميلیون افغانۍ مرسته وشوه

author avatar
26 Jun 2018 - 17:52
پور ورکوونکو او د کليو سپما ټولنو سره سل ميلیون افغانۍ مرسته وشوه
author avatar
26 Jun 2018 - 17:52

کابل (پژواک، ۵چنګاښ ۹۷): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د کلیو له پور ورکوونکو او سپما ټولنو  سره یې ۱۰۳ ميليون افغانۍ مرسته کړې ده.

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې راغلي، یاده مرسته د دغه وزارت د لاسي صنایعو د پراختيایي پروګرام له لارې تر سره شوې ده.

 ویل شوي یادې ټولنې چې شمېر یې  ۳۳۷ ته رسېږي د هرات، ننګرهار، بلخ، بامیان او پروان په ولایتونو کې فعالیت کوي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د یادو مرستو د ورکړې په مراسمو کې وویل :((له دې مرستې څخه موخه د پور ورکوونګو ټولنو په واسطه د سپما د پیسو زیاتوالی، او مالي سرچیونو ته د کلیوالو اوسېدونکو اسانه لاس رسی او په کلیوالي سیمو کې د اقتصادي او توليدي فعالیتونو د پراختیا په موخه پانګه اچوونې ته د کلیوالو پانګوالو هڅول دي.))

وزیر زیاته کړه: (( یادې مرستې څلور زره او ۱۰۵ کسانو ته په مستقیم او ۱۲ زره او ۳۱۷ کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابروي.))

د کريمي په خبره، ټاکل شوې ده چې له یادو مالي مرستو څخه به د لاسي صنایعو، د غذايي موادو په تولید او بسته بندۍ، غالۍ اوبدلو، دوکاندارۍ، کرنې او مالدارۍ په برخو کې کار واخیستل شي او په دغه کار سره به نوي کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ويلي، په ۱۳۸۹ کال کې د لاسي صنایعو د پراختیا ملي پروګرام د پور ورکوونکو او کلیو له ۴۶۹  سپما ټولنو سره له ۲۴۸ ميلیون افغانیو ډېره مرسته کړې او یادو مرستو له ۷ زره ډېرو نارینه او مېرمنو ته په مستقیم او له ۲۲ زرو څخه ډېرو کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي.

ویل کېږي چې د یادې برنامې تر سره کول د تازه کاري فرصتونو د رامنځته کېدو برسېره د داخلي تولیداتو د ډېرېدو، د لاسي محصولاتو لپاره بازارموندنې، د ښاري او کليوالو پانګه اچونکو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د تامین په برخه کې مهم رول لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.