ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک د نوري فايبر له ټيټ کيفيته شکايت کوي

د خوست خلک د نوري فايبر له ټيټ کيفيته شکايت کوي

author avatar
7 Jul 2018 - 11:01
د خوست خلک د نوري فايبر له ټيټ کيفيته شکايت کوي
author avatar
7 Jul 2018 - 11:01

 خوست ښار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۷): د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د نوري فايبر او د ۵۰۰۰ لين ټيلېفوني شبکې د ټيټ کيفيت له کبله د ناکامۍ تر بريده رسېدلې دي.

د نوري فايبر شبکې فعاليت

د نوري فايبر شبکه چې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای مياشت کې يې کارونه پيل شوي وو، د اوو کلونو کار وروسته تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال د جون په مياشت کې بشپړه او پرانيستل شوه.

په دغه ولايت کې د نوري فايبر له شبکې سره د انټرنېټ په برخه کې د سلام ټري جي د CCN2 يا د کېبل په وسيله د اړيکو دويمه شبکه او ځيني نور انټرنېټي او تليفوني خدمتونه تړلي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، خوست ولايت ته د نوري فايبر شبکې کېبل پر غځولو د نړيوال بانک له لوري ۱۲ ميليونه ډالر لګښت شوی خو نيوکه دا ده چې تر اوسه يواځې د ګوتو په شمېر مشتريان لري.

د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، د تېر يو کال په موده کې تر اوسه ۴۵ کسان د نوري فايبر له کېبلي انټرنېټ او کېبلي تيلېفون نه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۱۲ ميليونو ډالرو  په لګښت له پلې شوې پروژې سره د پرتلې وړ نه دی.

د خلکو نيوکې او غوښتنې

د دغه ولايت اوسېدونکي نيوکه لري، لکه څنګه چې د نوري فايبر شبکې ته د خلکو هيله مندي وه او د ښه کيفيت انټرنېټ ته سترګې په لار وو، د مسوولينو د بې کفايتۍ له کبله يې هغسې پايله ور نه کړه.

د خوست ښار اوسېدونکي محمدشاه پژواک اژانس ته وويل، له دې امله چې کيفيت يې ټيټ او بيه يې لوړه ده، خلکو له دې شبکې په لازمه توګه ګټه وانه خيسته.

نوموړي زياته کړه: ((څنګه چې زموږ تمه وه، په هغه اندازه د خلکو د اسانتياوو لپاره ترې ګټه نه ده اخيستل شوې؛ ځکه تبليغاتي برخه يې پر نشت حساب ده. قيمت يې لوړ دی او د توزيع برخه يې هم کمزورې ده.))

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي احمدالله پژواک اژانس ته وويل، څومره لګښت چې پر دې پروژه شوی، نه يوازې هومره ګټه یې نه ده رسولې، بلکې د کمزوري کيفيت له امله يې خلکو ته د سر درد جوړ کړی دی.

هغه وايي: ((دا انټرنېټ څوک نه فعالوي، که بيا چا فعال کړی هم دی، خوند يې ترې نه دی اخيستی. زموږ غوښتنه دا ده چې مسوولين دا ستونزه وڅېړي او د هواري لپاره يې عملي ګام واخلي.))

د خوست ښار يوه اوسېدونکي عصمت الله (مستعار نوم) پژواک اژانس ته وويل چې د کېبل له لارې يې د نوري فايبر انټرنېټ اخيستی او د مياشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي، خو په سم ډول ترې استفاده نه شي کولای.

نوموړي زياته کړه: ((د نوري فايبر تر څنګ مې په افغان بېسيم سيمکارت کې هم انټرنېټ فعال کړی دی، ډېر وخت هغسې کار نه شي کولای چې زما ضرورت دی، نو تر څنګ يې له بېسيم نه کار اخلم.))

د ولايتي شورا نظر

د خوست ولايتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال د دغه ولايت د مخابراتو رياست پر مسوولينو نيوکه لري چې د دوی د بې کفايتۍ له امله د نوري فايبر شبکې خدمات پر نشت حساب دي.

نوموړي وويل چې له همدې امله د سلام تري جي کيفيت له لاسه ورکړی دی او له ښاره د باندې د استفادې وړ نه دی.

نوموړي زياته کړه: ((د خوست د مخابراتو رياست د دغه ولايت د فلج شوو رياستونو له ډلې څخه يو دی. دغه رياست ته بايد ځوانان جذب شي. مديريت يې کمزوری دی، خلک د مخابراتو رياست پر فعاليتونو نه پوهېږي.))

قمرعلي لکڼوال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارته وغوښتل چې د خوست مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په رياست کې اصلاحات راولي او دغه راز د انټرنېټ کيفيت او نرخونو ته پاملرنه وکړي.

لکڼوال وايي: ((لومړی خو د نوري فايبر شبکې ډېر کلونه ونيول، اوس چې بشپړه شوې، اصلاً خلک نه پوهېږي چې نوري فايبر يعنې څه؟ په دې اړه له خلکو سره هېڅ معلومات نه دي شريک شوي.))

د مسوولينو غبرګون

پژواک هڅه وکړه چې د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مسوولينو نظر هم واخلي، خو په دې اړه يې کوم غبرګون ترلاسه نه شو کړای، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند ساير ځلاند پژواک اژانس ته وويل، له دې امله چې له دې شبکې په ۲۵ ولايتونو کې په پراخ ډول استفاده کېږي، پر کيفيت يې څه ناڅه منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې افغانستان اوسمهال له ايران او پاکستان سره په دوو دوو بندرونو، له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره په يوه، يوه بندر کې نښلول شوی خو هڅه کوي چې ظرفيت يې ډېر کړي.

هغه وويل: ((له پاکستان سره په درېيم بندر غلام خان کې هم نښلول کېږي، دې خوا ته يې کارونه بشپړ شوي او د ډيورنډ ها غاړې پرې کار روان دی. همدارنګه له تاجکستان او ازبکستان سره مو د انټرنېټ کيفيت د ښه کېدو او د نرخونو د راښکته کولو په موخه نوي تړونونه هم لاسليک کړي دي.))

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند ساير ځلاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې يو شمېر خلک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رياست پر مسوولينو د بې کفايتۍ نيوکه لري وويل چې د دې ستونزې د هواري لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو لپاره يې په کابل او ولايتونو کې د ځوانانو او مسلکي کادرونو د جذب لړۍ پيل کړې ده. 

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.