کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): خلک هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم راتګ اغېزمن بولي، خو زياتوي چې نوموړى دې تر هر څه وړاندې د هغه په وړاندې وارد شوي تور ته په څارنوالۍ کې ځواب وايي.
د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ګوند موسس جنرال عبدالرشید دوستم څوارلس میاشتې مخکې له ولسمشر غني سره د هغه د اختلاف د زیاتېدو او د جوزجان له والي احمد ایشچي سره د بد چلند له تور وروسته چې د څارنوالۍ له لوري یې څېړنه پیل شوه، ترکیې ته لاړ. نوموړي یو ځل هېواد ته د راتلو هڅه وکړه، خو الوتکې ته یې د مزارشریف په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.
نوموړى په ترکیه کې له ۱۴ میاشتې پاتې کېدو وروسته، نن (د چنګاښ په ٣١مه) مازدیګر هېواد ته راستون شو او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې يې په ځانګړو مراسمو هرکلی وشو.
له بلې خوا د ملي جنبش پلویان له نږدې شلو ورځو راهیسې لاریونونه او نیوکې کوي. دوی هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو او په فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
د هرات ښار اوسېدونکي محمد امين، پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې له دې چې په شمال کې خلک اعتراضونه پيل کړي، دولت بايد جنرال دوستم ته د راتګ اجازه ورکړې واى، اوس هم په دې خاطر چې د تاوتريخجنو لاريونونو مخنيوى وشي، ښه شو چې راغى.
خو دى زياتوي: "د يوه افغان په توګه د حکومت په وړاندې د زورواکۍ مخالف يم، ښه به وي چې د ټولنې هر وګړى د هېواد د اساسي قانون په اساس چلند وکړي."
دی زیاتوي، دا د حکومت د مشرانو مسوولیت دی چې ولس ته حقایق وايي.
د ده په خبره، که جنرال دوستم د محاکمې په موخه هېواد ته را غوښتل شوی وي، نو ښه خبره ده، که نه نو د حکومت دغه لږ اعتبار ته به هم لوی زیان واوړي.
د ده په باور، دوستم د سیاسي جوړجاړي له مخې هېواد ته راغلی او فکر نه کوي چې د هغه دوسیې دې وڅېړل شي او محاکمه شي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد موسی هم وايي، کاش حکومت د جنایتکارانو او زورواکانو پر وړاندې له نرمښت څخه کار نه وای اخیستی او د هغوی پر وړاندې یې جدیت ته دوام ورکړی وای.
د ده په اند، دوستم او ده ته ورته نورو جنایتکارانو قوانین مات کړي، پر خلکو یې ظلمونه کړي او امنیت او ثبات یې ننګولی دی.
دی له حکومته غواړي چې هېواد ته د دوستم له راتګ سره دې هغه محاکمې ته راکش کړي.
د باميانو اوسېدونکى او محصل علي فيضي، پژواک ته وويل چې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر په توګه په افغانستان کې د ساختاري جوړښت له مخې د جنرال دوستم شتون ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
ده زياته کړه، د هغه په را ګرځېدو سره به په شمالي ولايتونو کې پيل شوي لاريونونه پاى ته ورسېږي.
هغه هيله وښوده چې ټول جهادي او سياسي ګوندونه له مرکزي ادارې سره د هېواد د پرمختګ لپاره پرته له دې چې سمتي، نژادي، قومي او ګوندي عناصر په پام کې ونيول شي، تفاهم وشي.
د بلخ د مرکز مزار شريف اوسېدونکی بهرام په اوسنيو شرايطو کې افغانستان د جنرال عبدالرشيد دوستم راتګ اغېزمن بولي او وايي، چې ورسره به په شمال کې پيل شوي لاريونونه پای ته ورسېږي.
هغه پژواک ته وويل چې جنرال دوستم د ولسمشر لومړی مرستيال دی او بايد خپلې دندې ته بېرته راګرځېدلی وای.
د ده په وينا، دوستم د هېواد په لويه څارنوالي کې حقوقي قضيه لري او بايد د ځواب ويلو لپاره محکمې ته حاضر شي.
په ورته وخت کې د مزار شريف يو بل اوسېدونکی محب الله بيا د دوستم راتګ ته د شک په سترګه ګوري.
نوموړي پژواک سره په خبرو کې وويل چې جنرال دوستم بايد لومړی په محکمه کې د هغه پر وړاندې پرتو تورونو ته ځواب ووايي او وروسته بيا خپلو رسمي چارو ته ستون شي.
د هغه په وينا، که داسې نه کېږي، نو په حکومت به د خلکو باور زيانمن شي.
ده زياته کړه چې دوستم بايد له دې وروسته د هېواد د دويم مسوول شخص په توګه د حکومت استازيتوب وکړي او له هر هغه سياسي ايتلاف څخه دې لرې پاتې شي، چې د اپوزيسيون په توګه فعاليت کوي.
د ده په خبره، جنرال دوستم بايد محاکمه شي او عدالت پرې پلی شي.د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکی صداقت وايي، جنرال دوستم جرمي قضيه لري او هېواد ته يې راتګ د سياسي جوړجاړي له مخې شوی دى.
بلخوا د لغمان ولايت اوسېدونکی ذبيح الله وايي، که جنرال دوستم د محاکمې په خاطر راغوښتل شوی وي، نو بايد نور جنايتکاران هم چې دولتي څوکيو باندې ناست دي، هم بايد محاکمه شي.
د نوموړي په وينا، عدالت بايد په ټولو يوشان پلی شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










