منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۵ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورخنۍ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک، ۵ وږی ۹۷) افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته  د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوب‌ډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوخیدلو سره ۲۲۸ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ.

دافغانستان له لوري ګلبدین نایب ۶۴ ، حشمت الله شهیدی ۵۴ ، رحمت شاه ۲۹ او اصغر افغان ۲۵ منډې جوړې کړې.

د ایرلیند لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۹ اورونو کې په ۱۹۸ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۹ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري افتاب عالم ، محمد نبي او راشد خان دوه، دوه ، مجیب او ګلبدین یو یو لوبغاړی وسوځولو.

ګلبدین نایب غوره لوبغاړی اعلان شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې