مزار شريف (پژواک، ۱٠وږی، ۹۷): د ملي دفاع وزارت لوی درستيز وايي، ملي اردو غير سياسي ځواک دی او زياتوي چې دغه ځواکونه به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې خپل بې پرېتوب نندارې ته وړاندې کړي.
لوى درستيز ستر جنرال محمد شريف يفتلي د وږي په ۱٠مه، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د شمال د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي د معرفي کېدو په مراسمو کې وويل، چې ملي اردو د راتلونکو پارلمانی ټاکنو د امنيت لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه زياته کړه، شمال زون د لويو ملي او حياتي پروژو دروازه ده؛ نو ځکه يې د امنيت لپاره پوره تدابير نيول شوي دي.
لوی درستيز د شاهين قول اردو د پخواني قومندان تورنجنرال امان الله مبين کړنې وستايلې او هغه يې په خپلو چارو کې بريالی وباله.
ستر جنرال شريف يفتلي ټينګار وکړ چې ملي اردو غير سياسي او غير وابسته ځواک دی.
د هغه په خبره، دغه ځواکونه به په راتلونکو ولسي جرګې ټاکنو کې خپل بې پرېتوب نندارې ته وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړه چې د راتلونکو ټاکنو امنيت د امنيتي ځواکونو لپاره مهمه موضوع ده او ډاډ يې ورکړ چې ملي اردو به په دې برخه کې خپل رسالت په ښه ډول ترسره کړي.
يفتلي د شمال پر خلکو غږ وکړ چې د شاهين قول اردو له نوي قوماندان سره په چارو کې مرسته او همکاري وکړي.
هغه زياته کړه چې د دولت وسله وال مخالفين له ورانۍ او ويجاړۍ څخه پرته بل هېڅ پيغام نه لري.
لوی درستيز وويل: ((هغوى چې پلونه، سرکونه او جوماتونه ورانوي، له ويجاړۍ پرته بل هېڅ پيغام نه لري؛ خو مقابل کې يې مونږ امنيتي ځواکونه د افغانستان خلکو ته د سولې، ثبات او رغنيزو چارو پيغام لرو)).
نوموړی زياتوي چې د اسلامي نړۍ د علماوو له خوا د افغانستان د جګړې په تړاو وروستيو فتواوو دا ثابته کړه، چې دلته جګړه وحشت دی او له دين سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه همدا راز وويل چې د شاهين قول اردو نوي قومندان له بشپړې نظامي تجربې څخه برخمن دی او د شمال د امنيت لپاره به اغېزمن تمام شي.
له دې سره د ۲۰۹ شاهين قول اردو پخواني قومندان تورنجنرال امان الله مبين په خپلو خبرو کې وويل، چې په سختو شرايطو کې ورته د دغې قول اردو مسووليت سپارل شوی و.
هغه زياته کړه چې د خپل يو نيم کلن ماموريت په موده کې يې شمال زون کې د مخالفينو ټول پلانونه شنډ کړي دي.
نوموړی وايي: ((هغه مهال ماته د شاهين قول اردو مسوليت راوسپارل شو، چې پر دغې قول اردو د وسله والو له خونړي بريد څخه څو ورځې تېرې شوې وې، موږ په همغږۍ څخه دغه بحران په ښه ډول مديريت کړ او اوس په شمال کې دښمن په کمزوري حالت کې دی)).
مبين د ولسمشر د فرمانونو پر تطبيق ټينګار کوي او زياتوي چې هر وخت او د هېواد په هر ګوټ کې د خدمت لپاره چمتووالی لري.
په ورته وخت کې د شاهين قول اردو نوی قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزی وايي، چې د شمالي ولايتونو د امنيت لپاره دغه زون ته له قوي ارادې سره راغلی دی.
هغه وويل چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې بايد هېڅ ډول قومي، سياسي، ژبني او مذهبي تمايلات موجود نه وي.
احمدزي زياته کړه، چې ملي اردو د افغانستان په ټولې جغرافيې پورې ځان تړلی بولي.
د ده په وينا، د شمالي ولايتونو د امنيت لپاره به د دغه زون له خلکو سره په ګډه هڅې وکړي.
تورنجنرال ولي محمد احمدزی له دې وړاندې د ۲۱۵ اتل قول اردو قومندان و، چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قومندان په توګه وټاکل شو.
د شاهين قول اردو پخوانی قومندان تورنجنرال امان الله مبين ۱۶ مياشتې د يادې قول اردو مسووليت پر غاړه درلود، چې دمګړۍ د ولسمشر د فرمان پر اساس احتياط پرسونل ته پېژندل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










