ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: د څرخي پله بنديانو دوسيې دې بيا وڅېړل شي

اشرف غني: د څرخي پله بنديانو دوسيې دې بيا وڅېړل شي

author avatar
12 Sep 2018 - 16:37
اشرف غني: د څرخي پله بنديانو دوسيې دې بيا وڅېړل شي
author avatar
12 Sep 2018 - 16:37

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د زندانیانو قضیې د دویم ځل لپاره ارزوي او پر اعدام د محکوم شوو زندانیانو په اړه د استاد دانش تر نظر لاندې یو پلاوی کار کوي.

له ارګه د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د څرخي پله زندان کې د یو شمېر ودانیو د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر د څرخي پله زندان د پنځوس بستریز روغتون، د څارنوالانو او اداري بلاک او د زندانیانو لپاره د نوي بلاک د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د څارنوالانو او اداري بلاک په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۴ خونې لري.

دغه راز د ۲۵۶ خونو لرونکی بلاک به د ۳۰۰۰ زندانیانو د ځایولو ګنجایش  او لازمې اسانتیاوې ولري.

سرچينې ويلي، وروسته ولسمشر غني چې یو شمېر لوړ پورو چارواکو یې ملتیا کوله، د څرخي پله زندان په تالار کې په همدې مناسبت نیول شوو مراسمو کې ګډون وکړ.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، کورنیو چارو وزارت د څلور کلنې اصلاحي برنامې مطابق د محابسو په مدیریتي او مسلکي ظرفیت لوړولو کار کوي، دغه راز د ۱۸ ولایتونو د زندانونو ودانۍ جوړې شوې، د پنځو ولایتونو د زندانونو پر ودانیو کار روان دی چې تر څنګ یې د ۵ ولایتونو د زندانونو د ودانیو تدارکاتي چارې د تدارکاتو په کمېسیون کې جریان لري.

برمک د روغتون او اداري ودانیو تر څنګ د زندانیانو لپاره د نوي بلاک جوړول زندانیانو او د څرخي پله زندان کارکوونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه یو ښه اقدام وباله.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، ۴۵ سلنه زندانیان د سواد زده‎کړې، کمپیوټر او انګلیسي ژبې په کورسونو کې زده کړه کوي او ۴۰ سلنه نور یې د حرفوي زده کړو په روزنه بوخت دي.

نوموړي د زندانونو په عمومي ریاست کې د اصلاحاتو بهیر ته په اشارې وویل، د زندانونو د مدیریت ۲۸۰ کارکوونکي چې په فساد کې ښکېل وو، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

وروسته د زندانیانو په استازیتوب قاري ظفر د څرخي پله زندان د مسوولینو او محافظینو چلند څخه د مننې تر څنګ زندانیانو ته د جمهور ريیس د ځانګړې پاملرنې او درې ځلې زندان ته د ارزونې په موخه د ورتګ مننه وکړه.

نوموړي د روغتیا، ۷۵ سلنه تخفیف، د ولایتونو زندانونو ته د یو شمېر زندانیانو د انتقال، د زندان په خونو کې د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي، د حبس مودې تخفیف ته د توجه  او نورو بېلابېلو برخو کې د زندانیانو ستونزې بیان کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.