منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.و
۱۱°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار سوداګر: بانکونه ډالر نه را کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۸ تله ۹۷): د کندهار سوداګر وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې بانکونه دوی ته ډالر نه ورکوي چې دغې ستونزې د دوی کاروبار زیانمن کړی دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې ريیس حاجي نصرالله زهیر او څو تنو سوداګرو دغه څرګندونې په خبري غونډه کې وکړې.

حاجي نصر الله زهیر وویل، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې سوداګر د صادراتو په برخه کې له بانکونو سره ستونزه لري.

ده زیاته کړه، هغه سوداګر چې بهر ته مېوه او نور توکي صادروي، په بدل کې به یې تر لاسه شوې پیسې او یا جنس بېرته افغانستان ته راوړي.

خو دی وايي، کله چې سوداګر په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو مالونو تر پلورلو وروسته تر لاسه شوې پیسې د افغانستان د بانکونو له لارې لېږدوي، نو دلته بانکونه ډالر نه ورکوي.

ده زیاته کړه: ((هر سوداګر په خصوصي بانکونو کې د لکونو او میلیونونو ډالرو اکاونټونه لري، که کوم سوداګر د اړتیا پر مهال وغواړي خپلې پیسې وباسي، نو بانکونه ډالر نه ورکوي، په بدل کې یې افغانۍ ورکوي چې هغه هم هر ډالر یوه افغانۍ کم حسابوي چې په دې توګه سوداګرو ته زیان رسېږي.))

دی وايي، هغه معلومات چې دی یې لري، بانکونه ځکه دا کار کوي چې ګواکې دا ډالر ایران ته قاچاق کېږي.

خو د ده په خبره، دا د حکومت مسوولیت دی چې ایران ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی وکړي، نه دا چې دوی سوداګرو ته خپل ډالر نه ورکوي.

ده څرګنده کړه چې په اصل کې دغه ستونزه د افغانستان بانک جوړه کړې ده، ځکه ټولو خصوصي بانکونو ته همدوی جواز ورکړی دی او خصوصي بانکونه ډالر له افغانستان بانک څخه اخلي.

دی وايي، دا چې اوس په کندهار کې د مېوو د حاصلاتو وخت دی او دغه ټولې مېوې پاکستان، هندوستان او نورو هېوادونو ته وړل کېږي، د صادراتو دغه بهیر یې سخت زیانمن کړی دی.

د ده په خبره، په اصل کې دغه ستونزه د افغانستان بانک جوړه کړې ده چې تجارتي بانکونو ته ډالر نه ورکوي.

نوموړی له مرکزي ادارې د دغې ستونزې حل غواړي.

د سوداګرو په استازیتوب حاجي نورالدین خبرې وکړې او هغه هم وویل چې بانکونو سوداګرو ته سختې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، بانکونه سوداګرو ته د هغوی بانکي حسابونو اړوند یواځې ۵ زره ډالر ورکوي او یا یې په بدل کې افغانۍ ورکوي چې یوه افغانۍ یې تر بازار په کمه بیه حسابوي چې دوی ته دروند زیان اړوي.

دی وايي، همدا اوس د کندهار له باغونو څخه مېوې تر مارکېټونو راوړل شوي او دې ته چمتو دي چې بهر ته صادر شي.

خو د ده په خبره، ستونزه دا ده چې بانکونه د دوی د صادراتو پیسې نه ورکوي چې دغې ستونزې کاروبار درولی دی.

دی هم دا وايي چې بانکونه ځکه دا کار کوي چې ګواکې ډالر ایران ته قاچاق کېږي، خو دی وايي دا د صادراتو پيسې دي او بانکونه یې باید سوداګرو ته ورکړي، ځکه دا پيسې همدلته په مصرف رسېږي او بلې خوا ته نه ځي.

خو په کندهار کې د افغانستان بانک مسوول محمد نعیم اکبري د سوداګرو دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې که تجارتي بانکونه له دوی سره ډالري اکاونټونه ولري، ډالر ورکوي او که افغانۍ اکاونټونه ولري، افغانۍ ورکوي، خو تبادله هيڅکله نه کوي.

ده وویل، که کوم تجارتي بانک له کابل څخه کندهار ته خپلې پیسې (ډالر او یورو) ترانسفر کړي، که په خزانه کې ډالر وي، ورکوي یې او که نه وي، نو د ډالرو د ورکړې او انتقال مسوولیت دوی نه لري.

نوموړي زیاته کړه، ډېر کلونه مرکزي بانک له تجارتي بانکونو سره همکاري کوله، ډالري اکاونټونه یې ورته پرانیستي وو چې انتقالات یې هم ورته کول، خو مرکزي بانک دغه همکاري ودروله، ځکه مرکزي بانک یواځې د خپلو پیسو (افغانیو) د موجودیت او انتقال مسوولیت لري.

خو د تجارتي بانکونو د پر له پسې غوښتنو په پایله کې مرکزي بانک بیا دا همکاري پیل کړه او ان کمېشنونه یې هم ورته معاف کړل، خو له هغوی سره په شوو قردادونو کې واضح لیکل شوي چې که په خزانه کې ډالر موجود وي، ډالر ورکول کېږي او که نه وي، نو د پیسو د فزیکي انتقال مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی.

د ده په خبره، دا د تجارتي بانکونو مسوولیت دی چې د ډالرو انتقال په خپله وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد