ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: حکومت په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه د امریکا له اقدام څخه هرکلی وکړ

عبدالله: حکومت په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه د امریکا له اقدام څخه هرکلی وکړ

author avatar
8 Oct 2018 - 20:06
عبدالله: حکومت په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه د امریکا له اقدام څخه هرکلی وکړ
author avatar
8 Oct 2018 - 20:06

کابل (پژواک،۱۶تله ۹۷): د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي له هڅو هرکلی وکړ او د جګړې له لوریو یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي تر څو افغانستان سولې ته نږدې شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد تېره ورځ کابل ته راغی او ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د سولې د تامین د څرنګوالي په برخه کې د هېواد له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان په مشری د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي دنده د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو لپاره د امریکا هڅې بلل شوې دي.

خلیلزاد به په راتلونکو نورو څو ورځو کې پاکستان، قطر، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان ته عهم سفر وکړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د امریکا د دغه اقدام هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه: ((هیله من یم چې مقابل لوری هم له دې فرصت څخه ګټه واخلي تر څو سولې ته نږدې شو، ځکه سوله د زیاترو افغانانو غوښتنه ده.))

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان ۷۳مې عمومي غونډې ته اشاره وکړه او ویې ويل، په دې غونډه کې د امنیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې د تامین، سیمه ییزو اړیکو، ښې حکومتولۍ، د ښځو پياوړي کول او له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

د نوموړي په خبره، په عمومي صورت له افغانستان څخه د ملاتړ او د مرستو د دوام په اړه د نړیوالو مرستونو روحیه موجوده ده، خو په ښې حکومتولی، اصلاحاتو او له فساد سره په مبارزې پورې تړلې دي چې دغه تمه د ملي یووالي له حکومت څخه د افغانستان اوسېدونکي هم لري.

اجرائیه رئیس اندونیزیا ته د خپل سفر په اړه وویل، د تېرو دوه کلونو په جریان کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ اړیکې زیاتې شوې دي او د هغه هېواد چارواکي د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي او لېوالتیا لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د هغه په خبره، اندونیزیا د تخنیکي، ظرفیت جوړونې او ځانګړو برخو د تشویق په برخه کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه او اړتیا ده چې د دغه هېواد له تجربو څخه ګټه واخلو.

عبدالله د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو په اړه وویل: ((موږ هیله من یو چې هغه کسان چې په سمو رایو دې میدان ته راځي او د قانون مطابق کمپاین کوي، لازمې پایلې ترلاسه کړي. البته موږ په پارلماني ټاکنو کې یې بې طرفه یو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.