ژبه

تازه خبرونه
عبدالله: د اطلاعاتو د ټکنالوجۍ په برخه کې ۲،۳ میلیارده ډالر پانګونه شوې ده

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٧): د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د اطلاعاتو او اړیکو د ټکنالوجۍ په برخه کې په افغانستان کې ۲،۳ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په کنفرانس کې وینا وکړه.

اجرائيه رییس وویل چې په اطلاعاتي او ارتباطي برخه کې افغانستان له ۲۰۰۱ کال سره د پرتلې وړ نه دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

هغه زياته کړه، د تېر کال د جون تر میاشتې پورې په افغانستان کې د بې سیم ټيلېفون درلودونکو شمېر ۲۱،۳ میلیونه کسانو ته رسېده او نږدې ۹،۷ ميليون کسانو له انټرنېټ څخه استفاده کوله چې په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د عبدالله په وینا چې د اطلاعاتو او ارتباطو د ټکنالوجۍ په برخه کې په افغانستان کې ۲،۳ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.

هغه وویل، دمګړۍ په افغانستان کې ۱۱۳ ټلوېزوني چینلونه او ۳۱۰ اېف اېم راډیوګانې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې فقط یوه راډیو او یو ملي ټلوېزیون درلود.

اجرائيه رييس وویل چې افغانستان د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د غړي په توګه د ملګرو ملتونو له لیدلوري سره سم مقاصدو او پراختیايي موخو په بشپړ ډول ملاتړ کوي او متعهد دی چې د تلپاتې پراختیايي موخو تر سیوري لاندې هېوادوالو ته د اطلاعاتو او ارتباطو د ټکنالوجۍ معیاري خدمات وړاندې کړي.

د هېواد اجرائیه ريیس دغه راز وویل چې له چین، مرکزي اسیا او اروپا سره د نوري فایبر له لارې د افغانستان د اتصال ډیجیټل پروژه پیل شوې او په دې برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو په وینا یې چې افغانستان له ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره له مخکې د نوري فایبر له لارې وصل شوی دی.

هغه زياته کړه، افغان دولت د نوري فایبر شبکه چې ۴۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۲۵ ولایاتو ته غځولې چې ۹۰ سلنه هېوادوالو ته له انټرنېټ سره د وصل کېدو اسانتیاوې برابروي.

د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې کنفرانس هر څلور کاله وروسته جوړېږي. دغه اتحادیه په ۱۸۶۵ میلادي کال کې جوړه شوې چې افغانستان یې په ۱۹۲۸ کال کې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د مخابراتو وزير هم ګـډون کړى دى.

فريدون خوځون دغه راز وويل چې ډاکتر عبدالله په دوبۍ کې له مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړه چې د دوى ملاتړ د حکومت په لومړیتوب کې قرار لري.

login or register a new account.