ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د پولیو له واکسینه څه باندې ۵۰۰زره ماشومان بې برخې کېږي

په هلمند کې د پولیو له واکسینه څه باندې ۵۰۰زره ماشومان بې برخې کېږي

author avatar
4 Nov 2018 - 18:22
په هلمند کې د پولیو له واکسینه څه باندې ۵۰۰زره ماشومان بې برخې کېږي
author avatar
4 Nov 2018 - 18:22

لښکرګاه (پژواک، ۱٣ لړم ۹۷): په هلمند کې د طالبانو او پولیو د واکسین د مسوولینو د اختلاف له امله له نږدې اته سوه زره ماشومانو څه باندې پنځه سوه زره ماشومان بې واکسينه پاتې کېږي.

دغه څرګندونې نن د هلمند د عامې روغتیا د کتلوي معافیت امر عصمت الله همت د واکسین کمپاین د پیل پر مهال وکړې.

هغه وویل، له تېرو اوو میاشتو راپه دېخوا پر لښکرګاه سربېره یواځې په نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې واکسین شوی دی.

د همت په وينا، په دغه ولایت کې ټولټال څه کم ۸ سوه زره ماشومان د واکسین پر شرایطو برابر دي، چې دا مهال یواځې ۲۵۰زره ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي، پاتې يې ترې بې برخې دي چې له امله يې درې تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، طالبان غواړي د دوی پرسونل ماشومان جوماتونو ته ور وغواړي، په داسې حال کې چې د پولیو د واکسین ملاتړ کوونکې اداره او د عامې روغتیا تګلاره دا ده چې کور په کور به ماشومان واکسین کېږي، څو له شوي لګښت سره سره ماشومان له دغه کمپاین څخه پاتې نه شي.

د کتلوي معافیت د امر په خبره، دغه ستونزه له تېرو اوو میاشتو راپه دېخوا پیدا شوې چې د هېواد په کچه مسوولین د طالبانو له مشرانو سره په خبرو اخته دي او تر دې مهاله لا پايلې په لاس نه دي ورغلې او د دولت له کنټروله بهر سیمو کې واکسین نه دی شوی.

نوموړي وویل، له کومې ورځې چې دغه ستونزه راپیدا شوې، یوه مثبته پېښه په نادعلي او دوه په نوزاد ولسوالیو کې پیدا شوې چې دوه هلکان او یوه نجلۍ فلج شوي او د نورو ډېرو دا ډول پېښو وېره لا هم شته.

همت زیاته کړه، تر هغو چې د رامنځته شوې ستونزې لپاره د حل لاره پیدا کېږي، له یوې خوا يې د ولسوالیو او مرکز په دروازو کې د واکسین لپاره پرسونل ډېر کړی، څو هغه ماشومان چې مور او پلار يې ښار ته سفر کوي، واکسین شي.

د ده په وینا، بلخوا په پلان کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د ولسوالیو په روغتیايې کلینيکونو کې هم دوامداره کسان پر دندو وګوماري، څو یو شمېر ماشومان هلته هم واکسین او د بیا را ژوندي کېدونکي ویروس مخه ونیول شي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان هم په دې اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، په دې برخه کې دې د سیمې قومي مشران او دیني عالمان خپله هڅه وکړي؛ ځکه دا پروسه یوه غیر سیاسي ده او دوی نه غواړي مستقمه مداخله په کې وکړي.

هغه زیاته کړه، بلخوا ولایت له دیني عالمانو سره هم خبرې کړې دي چې د عامه پوهاوي لپاره جومات په جومات خلک د واکسین له ګټو خبر کړي او ويې هڅوي، څو دغه حق ترلاسه کړي.

د ګرمسېر ولسوالۍ د محمد یعقوب په نوم یو کس چې ناروغ يې لښکرګاه ته راوستلی و، پژواک اژانس ته وویل، مخکې وختونو کې به د دوی کلیو ته چې واک يې له طالبانو سره دی، د واکسین پروګرام ورته او ماشومان به يې واکسین کېدل، خو اوس دغه کار نه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.