منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له تېرو پنځو ورځو راهيسې د غزني وارداتي برېښنا پرې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

غزني ښار(پژواک، ٣٠ لړم ٩٧ ): له تېرو پنځو ورځو راهيسې د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې د غزني ولايت وارداتي برېښنا پرې شوې چې د نا امنۍ له امله د برېښنا شرکت کارکوونکي هم نه شي کولاى دغه برېښنا بېرته وصل کړي.

پنځه ورځې وړاندې د شپې شاوخوا دوه بجې د ميدان ورګو ولايت د شش کلا او شيخ اباد سيمو کې جګړه وشوه چې له امله يې د غزني ښار وارداتي برېښنا پرې شوه.

د اړوندې موضوع په اړه غزني کې د برېښنا رياست يو انجنير د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د سيمې خلک په قصدي ډول د برېښنا مزي پرې کوي او بيا په مقابل کې د پيسو غوښتنه کوي.

هغه وايي: (( موږ څو ځلې کوښښ وکړ چې برېښنا بېرته وصل کړو، کله نا امني وي او ډېرى وخت خلک اجازه نه راکوي چې د برېښنا لينونه بېرته وصل کړو.))

همدارنګه د غزني ښار اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د برېښنا د پايو او مزو د ساتنې لپاره يو منظم پلان جوړ کړي.

ده زياته کړه: (( زه دلته يو سياحتي شرکت لرم، ټول کارونه مې ځکه فلج دي چې برق نشته، نو د ساتنې لپاره يې بايد حکومت قوي پلان جوړ کړي.))

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل چې حکومت بايد هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې د برېښنا پر وړاندې ستونزې جوړوي.

دى وايي: ((څنګه يو عادي شخص را پورته کيږي او د حکومت په مقابل کې جبهه جوړوي او برېښنا قطع کوي، که حکومت يو ځل سخته سزا ورکړي بيا په عمر کې دغه کار نه کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه دغزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې پر غزني وارداتي برېښنا له طالبانو سره د جګړې پرمهال پرې شوې ده.

هغه وايي: ((جګړه وشوه او طالبانو هم قصدا برېښنا پرې کړه،کله چې د برېښنا شرکت کارکوونکي لاړل، ترڅو وصل يې کړي، اجازه يې ورنه کړه.))

د نوري په وينا، هڅې روانې دي ترڅو هرڅه ژر پرې شوې برېښنا بېرته وصل شي.

خو بل لورته طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې پر غزني وارداتي برېښنا امنيتي سرتېرو پرې کړې ده.

هغه وايي: (( موږ کله هم د برېښنا مزي نه پرې کوو خو کله چې جګړه وي، پوليس په لينونو ډزې کوي او برېښنا قطع کوي.))

د يادونې ده چې شاوخوا يو کال وړاندې غزني ولايت ته وارداتي برېښنا ورکړل شوه چې له هغې مودې راهيسې تر اوسه څو ځلې د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دغه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه