منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار خلک: د “وېژن” انلاين سوداګرۍ کې يې سلګونه زره ډالر تاوان کړى

· ۱۱ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۷): د کندهار لسګونه اوسېدونکي ادعا کوي چې د اسعارو، اسهامو، زرو او تېلو د پېر او پلور پر ليکه/ انلاین کاروبار کې يې له زرګونو تر سلګونو زرو ډالر تاوان کړی دی.

دغه کسان وايي، د انلاین کاروبار دغه سیستم د کندهار د يوه صراف حاجي محمد او د هغه د زامنو له خوا د ويژن مالي خدماتو شرکت /VFS په نوم پر مخ وړل کېږي.

دوی وايي، په دې وروستیو کې ظاهراً د ويژن په نوم شرکت تړل شوی، خو همدا کاروبار تر نورو نومونو لاندې په پټه پر مخه بیول کېږي.

اعتراض کوونکي زیاتوي، دا او دې ته ورته نور شرکتونه چې په بېلابېلو نومونو د همدې یوه شخص له خوا جوړ شوي، یو یې هم د فعالیت جواز نه لري، سیستم یې جعلي او له نړیوال بازار سره وصل نه دی نو ځکه په کې خلکو درانه تاوانونه کړي دي.

دغه خلک د ور اوښتي تاوان جبران غواړي او وايي د خپل حق غوښتلو لپاره به د ټولو حکومتي ادارو دروازې ټکوي.

خو د دغه شرکت مسوولین بیا دغه کاروبار مشروع او قانوني سوداګري بولي او پورتنۍ څرګندونې افواهات او تبلیغات ګڼي او د مغرضو کسانو کار او شخصي رقابت یې بولي.

د هغو ګڼو کسانو له ډلې چې په دغه انلاین کاروبار کې یې زیان لیدلی، يو هم عبدالروف دی، هغه چې په دولت کې نظامي دنده لري وايي، د مالي ستونزو له امله یې دغه کاروبار ته مخه کړه چې ګوندې ډېرې پیسې به پیدا کړي، خو پوره ۴۰ زره ډالره تاوان يې کړی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ويژن مالي خدماتو په شرکت کې يې يوه ملګري کار کاوه او هغه دې ته وهڅاوه چې په دغه شرکت کې حساب پرانیزي او انلاین کاروبار وکړي.

عبدالروف وايي، ۵ زره ډالر يې په قرض واخیستل او په همدې شرکت کې یې حساب پرانیست، خو دا چې په انګلیسي ژبه ډېر نه پوهېده ؛ نو اکاونټ د ده د ملګري له خوا چلول کېده او راکړه ورکړه هم هغه په کې کوله.

د ده په خبره، په لومړيو اوونیو کې يې په دغه کاروبار کې له ۲ تر ۵ سوه ډالر وګټل، خو له هغه وروسته یې پر له پسې تاوانونه وکړل.

عبدالرووف زياتوي: ((سیستم ټول دوی کنټرولوه، دغه ګټه اصلاً د دې لپاره وه چې ما وهڅوي په حساب کې مې پیسې ډېرې کړم، همداسې وشول، څو ورځې نه وې تېرې چې د ۵ زره ډالرو حساب مې صفر شو.))

دی وايي، د شرکت د مارکېټیینګ له څانګې ورسره پر ټيلېفون اړیکې نیول کېدې چې حساب یې له خطر سره مخ دی او باید نورې پیسې ور جمع کړي.

د ده په خبره، یوې او بلې خوا ته یې هڅې پيل کړې له دوستانو یې پوره ۳۵زره ډالر قرض کړې خو نه یوازې دا چې مخکنی تاوان یې را ونه ګرځولای شو، بلکې د ۴۰زره ډالرو اکاونټ یې پر ۱۹ ډالرو ودرېد.

عبدالرووف زياته کړه: ((کله به چې بازار په ګټه کې روان و نو سیستم به ودرېد، راکړه ورکړه به مې نه شوه کولای خو کله چې به بازار په تاوان کې روان و نو راکړه ورکړه به روانه وه او د زرګونو ډالرو اکاونټ به مې صفر شو.))

دی وايي، دی ډېر وروسته پوه شو چې سیستم جعلي او له نړیوال بازار سره اصلاً وصل نه دی؛ ځکه د اسعارو، تېلو، زرو او نورو اسهامو بیو به له نړیوال بازار سره توپیر درلود.

د ده په وینا، څو ځلې یې د خپل تاوان د جبران په موخه اړوندې ادارې ته مراجعه کړې خو هغوی یې خبره نه اوري.

دی له دولته غوښتنه کوي چې د دوی غږ واوري، د موضوع اړوند څېړنه وکړي او د دوی پیسې چې په چل او فرېب ورڅخه غلا شوې، له اړوندو کسانو ور واخلي.

عزت الله بل تن دی چې په انلاین کاروبار کې تاوان ور اوښتی دی. نوموړي پژواک ته وویل، کله چې وېژن په کندهار کې انلاین کاروبار پيل کړ، نو ځینو ملګرو یې په کې اکاونټونه پرانیستل چې دی یې هم تشویق کړ څو اکاونټ پرانیزي او پیسې وګټي.

د هغه په وينا، په لومړیو کې دغه شرکت د بیلبورډونو، ټولنیزو رسنیو او نورو لارو پراخ مارکيټینګ کاوه، په کندهار ښار کې يې ۷ څانګې پرانیستې وې او خلک یې هڅول چې له دوی سره حسابونه پرانیزي او انلاین پیسې وګټي.

د ده په خبره، دا چې بې روزګاره و نو له یاد شوي شرکت سره یې په زر ډالره حساب پرانیست، په لومړۍ اوونۍ کې یې ۵۰۰ ډالر وګټل، وروسته یې د زرو د رانیولو سودا وکړه، بازار راولوېد او چې ده غوښتل سودا بنده کړي نو نه به بندېده او یو دم یې اکاونټ صفر شو.

دی وايي، وروسته اړوند دفتر ته ورغی او هغوی ته یې وویل څنګه کولای شي خپل تاوان جبران کړي، هغوی ورته وویل چې په خپل حساب کې باید ۵ زره ډالر جمع کړې او همداسې یې وکړل خو دا پيسې یې هم تاوان کړې، وروسته به یې پیسې قرضولې او په خپل حساب کې زیاتولې چې یو ځل یې ۱۰ زره او بل ځل یې ۱۵ زره ډالر تاوان وکړ.

د عزت الله په خبره چې کله یې تاوان وکړ نو پوه شو چې دغه سیستم جعلي دی او د دې لپاره دی چې له خلکو پیسې غلا کړي.

ده دعوه کړه چې څوک هم د ويژن شرکت خلاف غږ پورته کوي، نو د ناڅرګندو کسانو له خوا ګواښل کېږي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې که څه هم دوی دعوه کوي چې د ویژن په نوم دفتر تړل شوی، خو په پټه توګه اوس هم د Unifex او FXzone تر لېبلونو لاندې دغه کار پر مخ وړي.

په ياد شوي انلاين کاروبار کې تر ټولو ډېر تاوان د محمد قوي په نوم صراف کړی چې ۱۸ لکه ډالر او دوه مارکېټونه یې په کې تللي دي.

ده پژواک ته وویل: ((په صرافي مارکېټ کې مې دوکان درلود او خپل کاروبار مې کاوه، یو چا وهڅولم چې په دغه شرکت کې د انلاین راکړې ورکړې لپاره حساب پرانیزم، لومړی مې ۱۰ زره ډالر جمع کړل، بیا مې ۴۰ زره نورې ور زیاتې کړې، په دریو میاشتو کې مې ټولې پیسې ۶۰ زره ډالرو ته ورسېدې، بله شپه مې د ۲ سوه زره ډالرو سودا وکړه خو سهار مې اکاونټ صفر شوی و، همداسې مې د خپل تاوان راګرځولو په نیټ نورې پيسې ورزیاتولې او بالاخره مې ۱۸ لکه ډالره وبایلل.))

دی وايي، د دې تر څنګ یې په دغه کار کې د یاد شوي مبلغ تر څنګ خپل دوه مارکېټونه هم وبایلل. دا ټول تاوان یې د دې له امله و چې سیستم جعلي و، هر څه د دوی په خپل لاس کې وو او له خلکو یې په فریب او چل پیسې شوکولې.

هغه زياتوي حکومت دې د ده او ټولو هغو کسانو چې په دغه کاروبار کې يې زیان ليدلی، غږ واوري که نه وي؛ نو لاریونونه کوي او تر هغه به نه کښېني چې د دوی حق نه وي ورکړل شوی.

د کندهار يو سوداګر حاجي نورالله چې له حاجي محمد صراف سره يې شاوخوا شل کلونه شراکتونه کړي، وايي، هغه له قانوني جواز پرته داسې کار کړی چې د کندهار سلګونه او زرګونه خلک یې زیانمن کړل.

ده پژواک اژانس ته وویل: ((حاجي محمد صراف مې په افغان يونايټيډ بانک کې شریک و، خو وروسته مې له هغه سره د هغه د ځینو کارونو له امله شراکت پای ته ورساوه.))

دی ادعا کوي چې دغه پخواني شریک یې د انلاین کاروبار په نوم جعلي سیستم جوړ کړی او د دغه سیستم چلولو لپاره یې په کابل او دوبۍ کې هندیان د لوړ معاش په بدل کې ګومارلي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې يو چارواکی او سوداګر بيا د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل چې اصلي ستونزه په خلکو کې ده، هغوی ولې داسې ځای خپلې پیسې بندوي چې په اړه یې معلومات نه لري.

هغه زياتوي، ستونزه دا ده چې خلکو به د زرو ډالرو اکاونټ پرانیست او راکړه ورکړه به يې د لس زرو ډالرو کوله چې همدې مسلې خلک تاواني کړل، که نه دغه ډول انلاین کاروبار خو په ټوله نړۍ کې کېږي.

دی وايي، دغسې مسئلې په کندهار کې د ټولو سوداګرو حیثیت ته زیان اړولی؛ ځکه سوداګري خپل ځان ته اصول او قوانین لري، چېرې چې اصول نه مراعتېږي نو طبعاً دغسې ستونزې ورسره تړلې وي.

ده دا هم وویل چې په دې لړ کې یو شمېر هغه کسان هم شکایت کوي چې له حاجي محمد صراف سره په شراکت یې همدا کار شروع پيل و، خو اوس چې یې ګټې سره په ټکر کې دي نو شکایت کوي.

خو هغه په دې اړه نه د چا نوم واخیست او نه یې ډېر معلومات ورکړل.

د کندهار ښار يو اوسېدونکی نذیر ولسمل چې د انلاین کاروبار پر چارو پوه او دغه بهیر يې له نږدې څارلی، وايي ويژن د مالي خدماتو شرکت يا VFS شاوخوا دوه کاله مخکې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی چې تر دې مهاله شاوخوا ۵۰۰۰ مشتريانو حسابونه ورسره پرانيستي دي.

هغه پژواک ته وويل، ويژن د يونيفکس له لارې د MT5 اپلېکېشن په وسيله خپلو مشتريانو ته د انلاين سوداګرۍ زمينه مساعده کړې ده، د دوی پر سيستم د اسعارو، اسهامو، زرو او تېلو پېر او پلور انلاين ترسره کېدای شي.

نوموړی زیاتوي، دغه ډول شرکتونه بايد په افغانستان کې له مرکزي بانک څخه د فعاليت جواز ترلاسه کړي، خو مرکزي بانک د انلاين سوداګرۍ په برخه کي د لايحې د نشتوالي له امله تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی چې ويژن او يونيفکس ته جواز ورکړي، خو وايي چې د دغه شرکت کار له نږدې څاري او د تاوان په صورت کې هېڅ ډول مسووليت نه مني.

د هغه په وينا، يونيفکس وايي، د دوی ګټه د پېر او پلور د نرخونو ترمنځ موجود تفاوت دی، خو له بلي خوا یې بيرته د حسابونو د اکثرو ډولونو لپاره د هري کرنسۍ تبادلې ته ثابته اجوره ټاکلې ده، د مثال په توګه، د پېر او پلور د نرخونو ترمنځ تفاوت هېڅکله ثابت نه وي، په يوه ثانيه کې ښايي څو ځله تغير وکړي، خو دوی د ډالرو او يورو د تبادلې لپاره پر هر ډالر له مشتري څخه ۰،۰۰۲۳ اخلي.

په کندهار کې د افغانستان بانک رییس محمد نعیم اکبري پژواک اژانس ته وویل، د افغانستان مرکزي بانک دوه کلونه مخکې د ويژن په نوم د مالي خدماتو شرکت یوازې این او سي سند ورکړی و چې دا جواز نه دی.

دی وايي، جواز هغه وخت ورکول کېدای شي چې د اړوند کار او فعالیت په اړه مخکې له مخکې لوایح او قوانین جوړ شوي وي.

د اکبري په خبره، دا چې اوسمهال د افغانستان شرایط انلاین سوداګرۍ ته جوړ نه دي، نو هماغه و چې خلکو د دې ادارې د فعالیت او د خپلو تاوانونو په اړه شکایت وکړ چې دوی دغه شرکت وتړه.

دی وايي، د اوس لپاره په کندهار کې هیچرته هم تر رسمي لوګو او فارمټ لاندې دغه ډول فعالیت نه کېږي، خو دا چې انلاین سوداګري په هر ځای کې شته او هر څوک یې اړوند اپلېکېشینونه ډوانلوډ کولای او کارولای شي نو مخنیوی یې ګران کار دی.

خو ده بیا هم یادونه وکړه چې تر اوسه دوی ته کوم چا رسمي شکایت نه دی کړی، خو که څوک شکایت ورته کړي خامخا اقدام کوي.

اکبري ټوله ملامتیا پر خلکو اچوي او وايي، خلک ولې داسې ځای ته ځي او هلته خپلې پیسې جمع کوي چې هیڅ راز قانوني او شرعي حیثیت نه لري.

ده يادونه وکړه چې یو ځل یوه کس مکتوبي شکایت کړی و چې کله یې هلته خپل کسان ولېږل نو ټریول ایجنسي وه او دا یې نه منله چې ګواکې دوی دې دغسې یو کار کوي.

خو ده وویل چې په دې اړه به بیا هم څېړنه وکړي او خلکو ته په کار ده چې له شواهدو او اسنادو سره دوی ته مراجعه وکړي.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب هم تر ډېره ملامتیا پر خلکو واچوله.

منیب پژواک ته وویل: ((دا چې خلک په خپله وايي چې په انلاین کاروبار کې یې درانه زیانونه لیدلي دي او دا کار له کوم جواز پرته په ناقانونه او جعلي توګه تر سره کېده، نو خلکو له دې سربېره ولې دغلته د زرګونو او لکونو ډالرو حسابونه پرانیستل؟))

هغه زیاته کړه، اصول خو دا دي چې هر څوک په هر ځای کې خپلې پیسې بندوي نو لومړی دقیق معلومات کوي او وروسته اقدام کوي، خلکو باید مخکې له مخکې ولایت مقام ته مراجعه کړې وای او معلومات یې غوښتي وای.

د ده په خبره، کله چې خلکو ګټه کوله، خاموش وو خو اوس چې یې تاوانونه کړي دي نو بیا شکایت کوي.

ده يادونه وکړه چې دا موضوع جدي نیسي او په دې اړه څېړنې کوي او دا کسان چې هر څوک وي قانوني چلند به ورسره کېږي.

په کندهار کې د يادې صرافۍ دفتر له څو ورځو ځنډ وروسته پژواک اژانس ته د يادې موضوع په اړه معلومات شريک کړل.

سرچينه وايي د وېژن مالي شرکت د سوداګرۍ وزارت او د مرکزي بانک په اجازه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کی فعالیت پيل کړ او د ۲۰۱۸ کال د مې تر میاشتې پورې دوام وکړ.

دغه دفتر زياتوي، د انلاین سوداګرۍ د انټرنېټ له لارې د سوداګرۍ پر مخ وړل دي، بېلابېل ډول اجناس په انلاین ډول رانيول کېږي او پلورل کېږي. دا په ټوله نړۍ کې مشهوره، مشروع او قانوني سوداګري ده.

سرچينه وايي، دغه کار په افغانستان کې هم د ۱۹۹۹م کال څخه راهيسې تر اوسه د بهرنيو شرکتونو له خوا پر مخ وړل کېږي.

دوى وايي، د وېژن شرکت په را تګ سره د شرکت ونډه وال هڅه کوي چې دغه سوداګري د دغه شرکت له خوا په مجوز او نړیوال سیستم وړاندې کړي او د افغانستان بانک له خوا يې نظارت هم وشي ځکه چې له یادې سوداګرۍ څخه د افغانستان بانک قانون هم يادونه کړې ده.

دغه دفتر زياتوي، د وېژن شرکت فعالیت بندېدل د مرکزي بانک په غوښتنه وشو چې لامل يې د مقرراتو نشتوالی و.

د وېژن دفتر زياتوي، څرنګه چی د شرکت ونډه والو له لومړيو غوښتل، انلاین سوداګري د قانون په چوکاټ او د مرکزي بانک تر نظارت لاندې وړاندې کړي، نو بندول يې هم د مرکزي بانک په غوښتنه ترسره شول.

د سرچينې په وينا، دا چې په دې وروستيو کې د ځينو کسانو له خوا دعوې کېږي چې دغه سوداګري او يا د وېژن شرکت فعاليت جعلي او يا بې اساسه و؛ نو د پورته معلوماتو پر اساس ويلای شي چې دغه ټول افواهات او تبليغات بې بنسټه او مغرضانه دي.

سرچينه وايي، د وېژن شرکت فعالیت د قانون په چوکاټ او د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک په اجازه ترسره شوي، وېژن شرکت د يونيفکس او یا اېف اېکس زون (Unifx or FXzone) سره هېڅ تړاو نه لري.