کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٧): د مخابراتو وزارت وايي، له ګاونډيو هېوادونو د انټرنټ خدماتي شرکتونو سره په تفاهم به په نوي کال کې د انټرنټ بيې کمې او کيفيت يې لوړ شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند سائر ځلاند او د افغان ټيلي کام شرکت رييس اجمل عيان په تېر يو کال کې د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو معلومات د ليندۍ په ٤مه د حکومت د رسنيو په مرکزکې له رسنيو سره شريک کړل.
عيان وويل، سږ کال افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت د يو لړ مثبتو او ګټورو اصلاحاتو شاهد و، چې د مالي او اداري، بشري سرچینو، سیم لرونکي او بېسیم برخې د پراختیا لامل شو.
د هغه په وينا، د دندو لایحې، د تشکیلاتو بیاکتنې، صورت حساب سیستم پراخېدل، نوري فایبر شبکې پراخوالی، مالي برخه کې د مډرنو سیستمونو کارول، د سلام او معلوماتي ټکنالوژي کې نوښتونه او مطالعې او ورسره د سټلایټ برخې مثبت تغيیرات هغه ځانګړي او اساسي بریاوې دي چې يادونه ترې کولى شي.
نوموړى زياتوي، همدا راز تېر کال د ۱۳۹۶ کال په پرتله د افغان ټيلي کام شرکت په عوايدو کې ۱۱ سلنه زياتوالی راغلی، په لګښتونو کې ۳۱ سلنه کمښت راغلی او يواځې سږ کال د دولت خزانې ته د ۴.۹ ميلياده افغانيو ورکول هم د دغو لاسته راوړنو عمده برخه ده.
عيان وايي، افغان ټيلي کام شرکت به راتلونکي کال کې، د دغو فعالیتونو د پراختيا او خدماتو د کيفيت تر څنګ د انټرنټ د بيو کمولو او د سلام مخابراتي شبکې د انتنونو د توسعې او د 4G خدمتونو پيل په اړه لازم پلانونه تطبیق کړي، تر څو هېوادوالو ته په کمه بیه د غوره خدماتو د وړاندې کولو جوګه شي.
د مخابراتو زارت وياند ځلاند وويل، په راتلونکي کال کې په پام کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ګاونډيو هېوادونو او د انټرنټ خدماتي شرکتونو سره په تفاهم د انټرنټ په بيو کې کمښت راولي او تر څنګ يې د کيفيت د ښه کېدو لپاره هم جدي کارونه روان دي.
هغه زياته کړه، وزارت يې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د انټرنټي خدماتو د کيفيت په موخه د اوپن اکسس پاليسي جوړه کړې چې له مخې يې شرکتونه کولی شي، افغانستان کې د نوري فايبر په برخه کې پانګونه وکړي چې ور سره به هم د انټرنټ بيې کمې شي او هم به د خدماتو په کيفيت کې بدلون راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن