لښکرګاه (پژواک، ١١ مرغومى ۹۷): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا چارواکي وايي چې د دې ولسوالۍ د برېښنا بند د نويو توربینونو د نصبولو چارې چټکې شوې دي.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې پژواک خبري اژانس راپور خپور کړى و چې په تېرو اووه کلونو کې د ګرشک ولسوالۍ برېښنا بند لپاره په ٣٥ ميليونو ډالرو يواځې يوه تحويلخانه جوړه شوې ده.
خو د دې ولسوالۍ د برېښنا مدير وکيل احمد د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال د ګرشک برېښنا بند د جوړولو چارې يوه افغاني شرکت ته سپارل شوي چې د يوه توربين د نصبولو چارې يې د بشپړېدو په حال کې دي.
ده زياته کړه: ((د اول توربين کار به په يوه مياشت کې خلاص شي او د دوه نورو د نصبولو چارې به پنځه مياشتې وخت ونيسي.))
د هغه په وينا، تر دې وړاندې دغه چارې له يوې هندي کمپنۍ سره وې چې ټکنۍ روانې وې او ډېرې پيسې په کې هم لادرکه شوې دي.
دغه راز د ياد شوي افغاني شرکت يوه استازي اسدالله نيازي پژواک ته وويل چې دوى ټول وسايل برابر کړي او د توربينونو د نصبولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
همدارنګه هلمندکې د برېښنا شرکت استازي فضل ربي پژواک ته وويل چې پنځه مياشتې وروسته به د ګرشک ولسوالۍ ټول اوسېدونکي ٢٤ ساعته برېښنا ولري.
بل لور ته د ګرشک اوسېدونکي غلام سرور پژواک ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې دوى هېڅ برېښنا نه لري.
هغه وايي: ((مخکې يو، نيمه توربين فعاله و، اوس هغه هم بند شوى دى، موږ هيڅ برېښنا نه لرو، د برېښنا په سيمه کې امنيت ښه دى، بايد کارونه يې ډېر ژر خلاص کړي.))
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې په دې پروژه کې د شوي فساد په اړه يې جدي پوښتنې پيل کړې دي.
دى زياتوي، د کار له کيفيت او چټکتيا څخه جدي څارنه کوي، ترڅو کار يې سم او پر خپل وخت پاى ته ورسيږي.
د يادونې ده چې د ګرشک برېښنا بند درې واړه توربينونه ٤،٧ مېګاواټه برېښنا توليدوي، چې يواځې د همدې ولسوالۍ لپاره ځانګړې شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن