منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.و
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ميوندکې وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۹مرغومی۹۷): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي امنیت (۰۳) ځانګړې قطعې عملیات کړي چې د چارواکو په وینا، ۲۴ وسله وال په کې وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.

دغه عملیات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په سور بغل او کانټینر بازار سیمو کې شوي چې د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۵ کیلومتره واټن لري.

خو ځينې سرچینې په دغو عملیاتو کې د څلور ملکي وګړو د وژل کېدو خبره هم کوي او وايي، د سیمې اوسېدونکو د وژل شوو ملکي وګړو جسدونه د اعتراض په توګه د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته راوړي وو.

د کندهار د ملي امنیت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د (۰۳) قطعې ځانګړو ځواکونو د میوند په سوربغل سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۲۴ وسله وال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.

دغه سرچینه زیاتوي، دعملیاتو پر مهال د وسله والو یو شمېر اتاقونه او سنګرونه ویجاړ شوي، ۱۲ موټرسایکلونه، وسلې او چاودېدونکي توکي یې له منځه وړل شوي دي.

 

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم پژواک اژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۲۴ وسله وال وژل شوي چې د هغوی یو شمېر سرګروپان او مهم کسان هم په کې شامل وو.

 

د ملکي مرګ ژوبلې په اړه دی وايي چې په دې اړه دوی ته هم معلومات رسېدلي چې په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د حقیقت موندلو په موخه یو پلاوی ګومارل شوی او کار یې پيل کړی دی.

د ده په خبره، وسله والو مخالفینو د دغو عملیاتو پر مهال د خلکو له کورونو څخه له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې ده، خو دا معلومه نه ده چې ملکي خلک د امنیتي ځواکونو پر ډزو لګېدلي او که د وسله والو طالبانو.

نوموړي په دې اړه معلومات ور نه کړل چې په دغو عملیاتو کې څو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله پرته له دې چې نور معلومات ورکړي، پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا اوس د همدې سیمې له مشرانو سره پر همدې موضوع په خبرو بوخت دی.

خو د ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو تر څنګ څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال وسله والو د ملکي خلکو له کورونو څخه په استفاده پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې د ګڼو وسله والو تر څنګ څلور ملکي وګړي هم وژل شوي چې دوه نارینه، یوه ښځه او یو ماشوم په کې شامل دي.

بل خوا د وسله والو طالبانو سیمه ییزې سرچینې په دغو عملیاتو کې ۲۰ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.

دغه سرچینې وايي، لومړی د دوی له لوري پر امنیتي ځواکونو لویه چاودنه شوې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې، وروسته هغوی د استوګنې پر سیمې برید کړی، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۴ تنه وژلي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

امنیتي چارواکي دغه ادعا  ردوي او په خپله د وسله والو طالبانو ویاند هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

میوند ولسوالۍ د کندهار په سوېل کې له مرکز څخه د ۷۰ کیلومتره په واټن هلمند او اروزګان ولایتونو ته څېرمه پرته ده چې په ډېرو سیمو کې یې وسله وال پراخ حضور او فعالیت لري.

د يو بل خبر له مخې، ددغه ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ د قاري سليم درې په سيمه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

د والي ویاند عزیز احمد عزيزي وايي، د دغې سیمې د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته کې اشپز چې ګومان کېږي له وسله والو سره يې اړیکې لرلې، پر پولیسو ډزې کړې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

هغه زیاته کړه، برید کوونکی تښتېدلی خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې مخکې د دغې ولسوالۍ په ګاونډ پنجوايي ولسوالۍ کې هم په یوه ورته برید کې یوه پولیس پر نورو پولیسو ډزې کړې وې، دوه پولیس یې وژلي وو او یو یې ټپي کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست