منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کونړ کې د ۱۳ ښوونځیو ودانیزې چارې قراردادي شرکتونو نیمګړې پرېیښې دي

· ۷ دقیقې لوستل · ۳۴۷ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٨ کب ٩٧): د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د کونړ په اوو ولسواليو کې قراردادي شرکتونو د ۱۳ ښوونځيو رغنيزې چارې له کلونو نيمګړې پرېيښې او په خپله مخه تللي دي.

د دغو ښوونځيو جوړولو تړونونه په ۱۳۸۶- ۱۳۹۱ کلونو کې شوي، شرکتونو یې پيسې ترلاسه کړې، خو چارې يې نيمګړې پرېيښې دي.

د یادو ښوونځیو جوړولو قراردادونه د پوهنې وزارت له لوري په کابل کې شوي، پژواک يې په اړه داسې اسناد ترلاسه کړي چې د کونړ د پوهنې رياست د کارونو د ځنډ د تعقيب لپاره وزارت ته څو ځلې مکتوب لېږل شوی خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دی شوی.

د دغو ښوونځيو له ډلې يو پع نرنګ، دوه په مرورې، درې په غازي اباد، يو په شيګل، دوه په دانګام، دوه په ناړۍ او يو هم په اسمار ولسوالیو کې موقعيت لري چې د ځينو کارونه ۷۰ سلنه پاتې دي.

د پژواک د ترلاسه کړو اسنادو له مخې، په دغو ښوونځيو کې يو د نرنګ ولسوالۍ د کوډو لومړنى ښوونځى دى چې د ١٣٨٩ لمريز کال د وري په څلورمه يې قرارداد د پوهنې وزارت له خوا له متحد ساپي ساختماني شرکت سره د پنځه ميليونه، ۱۱۰زره او ۹۸۸ افغانيو په لګښت لاسليک شوی، خو په تېرو نهو کلونو کې يې يواځې ٦٣ سلنه چارې ترسره شوې دي.

يو سند د مرورې ولسوالۍ د ديني مدرسې د ودانۍ د قرارداد دی؛ د ياد وزارت له خوا د شپږ ميليونه، ۲۲۸زره او ۵۹۵ افغانیو په ارزښت له شريف عزيزي ساختماني شرکت سره په ۲۹/۱۱/۱۳۸۶ نېټه لاسليک شوی، خو لا يې چارې نه دي بشپړې شوې.

د اسنادو له مخې، په غازي اباد ولسوالۍ کې درې بابه ښوونځیو (درین، څوکۍ، سلامزي) د ودانیو جوړولو قراردادونه د نورستان ولایت له يونيسېف ادارې سره لاسلیک شوي. هغه مهال د غازي اباد ولسوالۍ د نورستان ولایت مربوط وه.

د شيګل ولسوالۍ د کربوړۍ د لومړني ښوونځي ودانۍ هم ۲۵سلنه نيمګړې پاتې ده، په سند کې يې ښکاري چې د جوړېدو قرارداد پوهنې وزارت له رسول عزیزي ساختماني شرکت سره د پنځه ميليونه، ۲۰۹زره او ۱۱۱ افغانيو په ارزښت په ۱۹/۱۰/۱۳۸۹ نېټه لاسليک شوی او ۷۵ سلنه يې چارې ترسره شوې دي.

پژواک ته په لاس ورغلو سندونو کې دا هم شته چې د دانګام ولسوالۍ د ډېرۍ دیني مدرسې د ودانۍ چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې تخريب شوې وه، بېرته يې د جوړېدو قرارداد د پوهنې وزارت له خوا په ۸۱۳۵۳ امریکايي ډالرو له سنټر اېشیا موسسې سره په ۶/۳/۱۳۹۱ نېټه لاسلیک شوی او کارونه یې ۸۹ سلنه ترسره شوي دي.

دغه راز د دانګام ولسوالۍ د بېداد د نجونو ښوونځي ودانۍ د جوړېدو قرارداد د ياد وزارت له خوا د پنځه ميليونه، ۱۹۱زره او ۵۵۶ افغانیو په ارزښت د ننګرهار له شرق ساختماني شرکت سره په ۷/۱/۱۳۸۹ نېټه لاسلیک شوی او کارونه یې ۷۵ سلنه ترسره شوي دي.

د ناړۍ ولسوالۍ د شیرګل لومړني ښوونځي ودانۍ د جوړېدو قرارداد هم د ۷۹۵۵۴ امریکايي ډالرو په ارزښت له سنټر اېشيا موسسې سره په ۶/۳/۱۳۹۱ نېټه لاسلیک شوی او ۷۵ سلنه کار يې ترسره شوی دی.

د مرورې ولسوالۍ د چنار منګل لومړني ښوونځي د جوړېدو قرارداد هم په کابل کې د وزارت له خوا د ۴۴۹۹۷۹۱ افغانیو په ارزښت له رسول عزیزي ساختماني شرکت سره په ۱۰/۱/۱۳۸۹ نېټه لاسلیک شوی او کارونه یې ۶۳ سلنه ترسره شوي او د وزارت له خوا يې قرارداد فسخه شوی، خو دوى نه دي خبر شوي.

د اسمار ولسوالۍ د ډمبرو لومړني ښوونځي ودانۍ د جوړېدو قرارداد هم د پوهنې وزارت له خوا د پنځه ميليونه، ۱۱۰زره او ۹۸۸ افغانیو په ارزښت له متحد ساپي ساختماني شرکت سره شوی او کارونه یې ۳۱ سلنه ترسره شوي.

دغه راز د ناړۍ ولسوالۍ د شاه مسير منځني ښوونځي چې د نږدې شپږ ميليونه افغانيو قرارداد يې په ١٣٩٣ کال کې شوى او د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد ښوونځي ودانۍ چې قرارداد يې د نږدې ٩ ميليونه افغانيو په ارزښت شوى، خو لا یې هم کارونه نه دي بشپړ شوي.

ځايي چارواکي

د کونړ د پوهنې رياست مسوولین وايي، د دغو ۱۳ ښوونځيو د پاتې او د ترسره شوو کارونو په اړه يې بشپړ معلومات اړوند وزارت ته سپارلي، خو د دوی د بار بار لېږلو مکتوبونو ځواب نه دی ورکړل شوی.

حتی تر دې چې د پوهنې وزارت خو د کونړ د پوهنې رياست ته دا معلومات هم نه دي ورکړي چې يادو شرکتونو ته تر اوسه څومره پيسې ورکړل شوې دي.

د کونړ د پوهنې رييس مجيب الرحمن همدرد پژواک اژانس ته وويل، د يادو ټولو ښوونځيو قراردادونه د وزارت له لوري په پلازمېنه کابل کې شوي او دوی ته يوازې د مکتوبونو په لېږلو ور معرفي شوي دي.

هغه زياته کړه، يو ځل د پوهنې وزارت د داخلي څېړنو د تهيه او تدارکاتو رياست له لوري د دغو ودانيو د کارونو ارزونه شوې خو د هغې پايله هم له دوی سره نه ده شريکه شوې.

د کونړ د پوهنې رياست له لوري پژواک هغه مکتوبونه ترلاسه کړي چې د دغو ښوونځیو په تړاو له وزارت سره معلومات شريک شوي خو تر اوسه یې هېڅ مکتوب نه دی ځواب کړی.

د کونړ ولايتي اداره هم وايي چې يو شمېر شرکتونو له پېژندګلوۍ او اړيکو په ګټې اخيستنې په وزارت کې د دغو ديارلسو ښوونځيو قراردادونه کړي، خو کارونه يې نيمګړي پرېيښې دي.

د ولايت مرستيال ډاکتر ګل محمد بيدار له پژواک سره په خبرو کې ادعا وکړه چې شرکتونو ته قراردادونه د اړيکو له مخې ورکړل شوي، کارونه يې کم او پيسې يې د ډېر کار ترلاسه کړې او په خپله مخه تللي دي.

دی هم وايي چې ولايت له پوهنې رياست سره په ګډه په ځلونو د دغو ښوونځيو په تړاو وزارت ته مکتوبونه استولي خو بیا یې ځواب کړي نه دي. اوس يې غوښتنه دا ده چې له دې وروسته بايد قراردادونه د ولايت په واک کې ورکړل شي او ولايت يې بايد کونړ مېشتو شرکتونو ته ورکړي چې د کار د پوښتنې او پلټنې صلاحيت يې هم ولري.

ولايتي شورا او خلک

د کونړ ولايتي شورا هم دغې موضوع اندېښمنه کړې او وايي په کراتو يې د پوهنې له رياست او ولايت مقام سره دا ستونزه څېړلې خو هغوی ورته ويلي چې حل يې د دوی له وسه پورته خبره ده.

د ولايتي شورا منشي جمال الدين سيار پژواک ته وويل: “موږ په ځلونو د پوهنې له رياست او ولايت مقام څخه په دې اړه پوښتنه کړې؛ خو د هغوی ځواب موږ ته دا و چې د یادو ۱۳ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو قراردادونه په کابل کې د معارف وزارت له خوا له شرکتونو سره لاسلیک شوي، موږ سره يې هېڅ معلومات نشته.”

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د کوډو د انجونو ښوونځي مدير سيد اکرام الدين هم وايي چې د دغه ښوونځي د رغونې چارې په ۱۳۹۰ کال کې پيل شوې وې، ۶۰ سلنه کار يې بشپړ شوی او نور کار يې پاتې دی، خو شرکت تښتېدلی.

نوموړی وايي، اوس د دغه ښوونځي زده کوونکي په کرايي کور کې درس وايي چې له ستونزو سره مخ دي.

د نرنګ ولسوالۍ يو قومي مشر عنایت الله له دولته غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې د ښوونځي ودانۍ جوړه کړي.

دی وايي، دا موضوع يې له رياست سره شريکه کړې خو هېڅ ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

مدني فعال دلبار باجوړی اندېښمن دی، که د يادو ښوونځيو د رغېدو کارونه بشپړ نه شي، نو شونې ده چې ترسره شوي کارونه يې بېرته زيانمن او د ملت د بودجې يوه برخه بېځایه ولاړه شي.

بل مدني فعال محمد شعيب غروال وايي، د دغو ښوونځيو د کارونو پيل ته خلک دومره خوشاله وو چې په مرورې ولسوالۍ کې خو يو شخص خپله شخصي ځمکه ښوونځي ته ورکړې وه، خو تر اوسه نه ښوونځی ورغول شو او نه د دغو خلکو ياده هيله پوره شوه.

د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل هم ياده ستونزه مني او وايي چې دوى يې په اړه پلټنې او څېړنې پيل کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: “که چېرې ستونزه په شرکت کې وي، هغه مجازات کېږي او که ستونزه وزارت کې وي، نو د پاتې کارونو لپاره يې بودجه ځانګړې کوو.”

د حقمل په وينا، د دې ډول نيمګړو پروژو بشپړول د پوهنې وزارت په کاري لومړيتوبونو کې دي.

د يادولو ده، کونړ ولايت کې ټولټال ۵۱۲ بابه ښوونځي موجود دي چې نيمايي هغه يې ودانۍ نه لري.

په دغو ښوونځيو کې شاوخوا ۱۷۰زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې درېيمه برخه يې نجونې دي.