کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۷): په نړیواله کچه د محصلینو تر ټولو سترې ژمنۍ ورزشي سیالۍ د افغانستان په ګډون د نړې ۵۸ هېوادونو په شتون کې تېره شپه د روسیې په کراسنویارسک (سایبریا) ښار کې پیل شوې.
په دې ورزشي سیالیو کې څه باندې درې زره لوبغاړي ګډون لري، له افغانستان څخه هم یو لوبغاړی له دوه کسیز پلاوي سره ورغلی دی.
د افغانستان د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون مشر منقوش الدین نسیمي چې د دې سیالیو د پرانيستې مراسمو کې يې د افغانستان بیرغ له ځان سره لېږداوه، د افغانستان ګډون اعلان کړ.
هغه وویل چې له افغانستانه هغه او د افغانستان پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون سکرتر جنرال سید شرف امیري د پلاوي غړو په توګه او د سکې لوبې په برخه کې مجتبی شهیداني د لوبغاړي په توګه ګډون لري.
هغه یادونه وکړه چې د کافي بودجې نه شتون امله، له افغانستانه په دې سیالیو کې زیات شمېر لوبغاړو ګډون نه دی کړی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان محصلین په دویم ځل په دغو ژمنيو لوبو کې ګډون کوي.
هغه وویل چې په روسیه کې ترسره کېدونکې دا سیالۍ به لس ورځې په بېلابېلو ورزشي برخو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د پوهنتونونو ورزشي فدراسیون لوبغاړي تر اوسه څلور ځلې د سوېلي کوریا، چين، قزاقستان او روسيې هېوادونو محصلینو په ژمنیو سیالیو کې ګډون کړی دی.
هغه وړاندې وویل چې ټاکل شوې په راتلونکي پسرلي کې د ۱۷۰ هېوادونو په ګډون په ايټالیا کې دا ډول سیالۍ ترسره شي چې د دغه فدارسیون لوبغاړي به هم په کې ګډون وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










