ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د بخش اباد بند جوړولو عملي چارې به ډېر ژر پیل کړو

ولسمشر غني: د بخش اباد بند جوړولو عملي چارې به ډېر ژر پیل کړو

author avatar
9 Mar 2019 - 16:20
ولسمشر غني: د بخش اباد بند جوړولو عملي چارې به ډېر ژر پیل کړو
author avatar
9 Mar 2019 - 16:20

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د فراه د بخش اباد بند جوړولو عملي چارې به ډېر ژر پيل شي.

ولسمشر اشرف غني فراه ولایت ته د خپل سفر په لړ کې نن غرمه د بخش اباد بند سیمې له مشرانو سره وکتل.

په پيل کې حاجي خیاط د نورو په استازیتوب د ولسمشر د انکشافي برنامو او اوبو د مدیرت له پلانونو مننه وکړه، ويې ویل، د بخش اباد خلکو د بخش اباد بند د امنیت خوندیتوب لپاره تل هڅه کړې ده او اوس هېڅ راز امنیتي ګواښ شتون نه لري.

هغه زياته کړه، د سیمې د خلکو په همکارۍ د بخش اباد بند مقدماتي چارې بشپړې شوې او د یاد بند او د بخش اباد د سړکونو د عملي کار پيلولو لپاره شرایط برابر شوي دي.

نوموړي د بخش اباد بند د عملي کار پيلولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د بخش اباد بند د امنیت د ټینګښت په خاطر د بخش اباد سیمې د خلکو له اتفاق او اتحاد څخه مننه وکړه او وې ویل، د بخش اباد بند د طرحې او ډیزاین کار بشپړ شوی او د یاد بند د انحرافي تونلونو قرارداد تر راتلونکي اوونۍ ملي تدراکاتو کمېسیون ته راځي چې له تايید وروسته به یې عملي کار پيل شي.

د هېواد ولسمشر په ټینګار سره وویل،  د بخش اباد بند د جوړولو په خاطر به هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي.

د بخش اباد بند د جوړولو قرارداد په ١٣٩٥ کال کې له يوه ايټالوي شرکت سره لاسليک شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.