مزارشريف (پژواک، ۱۷ غويى ۹۸): د مرکزي ادارې له خوا د بلخ د عامې روغتيا رياست لرې کړای شوی رييس ډاکتر ميرويس ربيع وايي چې خپله څوکۍ به هغه وخت بل کس ته پرېږدي، کله چې د بلخ والي او د عامې روغتيا وزارت هوکړې ته سره ورسېږي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د مېرمنو لپاره د نسايي ولادي د ۳۶۰ بستريز نوي جوړ شوي روغتون ته د وسايلو او ناروغانو د لېږد په پروګرام کې وکړې.
هغه په دغه پروګرام کې د خپل ۱۷ کلن ماموريت راپور هم وړاندې کړ.
څه باندې دوه مياشتې وړاندې ډاکتر خليل حکمتي د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه ټاکل شوی دی، خو لا هم په رسمي ډول دغه پوسټ باندې نه دی مقرر شوی.
ډاکتر حکمتي څو ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې د اداري اصلاحاتو پروګرام له لارې او د روغتيا وزارت په خوښه او د ولسمشر غني په حکم د بلخ د عامې روغتيا رياست لپاره ټاکل شوی خو په وينا يې چې بلخ ولايت مقام يې په معرفي کولو کې ناغېړي کوي.
مېرويس ربيع په يادو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې دوی نه غواړي دغه اکاډميک او غير سياسي رياست د سياسي تقابل وسيله وګرځي.
د هغه په خبره، د بلخ خلکو بار بار مراجعه ورته کړې چې دی دې په خپله دنده کې پاتې شي او هغوی به يې ملاتړ وکړي.
ده په خپلو خبرو کې وويل چې په خپل تېر ۱۷ کلن ماموريت کې يې د بلخ د عامې روغتيا رياست له سياسي مسايلو لرې ساتلی دی.
نوموړی زياتوي، يو شمېر کسان په ده پسې په ټولنيزو رسنيو کې تبليغات کوي؛ خو په خبره يې چې يادې ادعاوې حقيقت نه لري.
د هغه په خبره، د خپلې دندې پر مهال يې د ډېرو غير قانوني کړنو او قومي تعصب مخه نيولې ده.
هغه وويل، هغه وخت به د بلخ د عامې روغتيا رياست چارې يوه نوي کس ته وسپاري، چې په اړه يې د بلخ والي او د عامې روغتيا وزارت يوه توافق ته ورسېږي.
د ده په وينا، نوی رييس بايد د بلخ خلکو ته د منلو وړ وي.
ډاکټر ميرويس ربيع زياته کړه، که دولت په نورو ځايونو کې د ده له تجربو څخه ګټه اخيستل غواړي، نو دی چمتو دی چې همکاري ورسره وکړي.
په ولسي جرګه کې د بلخ استازي او د جمعيت ګوند غړي رييس عبدالخالق هم په خپلو خبرو کې وويل چې ولسمشر او د عامې روغتيا وزير بايد د بلخ عامې روغتيا رياست کې شوي خدمتونه له پامه ونه غورځوي.
هغه زياته کړه، د ډاکټر ميرويس ربيع پر ځای بايد هغه څوک معرفي شوي چې خلکو ته د منلو وي او همدا راز د مزارشريف اصلي اوسېدونکی وي.
هغه دا هم وويل چې ولسمشر او وزيران بايد بلخ کې د مقرريو په اړه له دوی سره مشوره وکړي.
نوموړی زياتوي، که حکومت د ميرويس ربېع د خيانت په اړه اسناد لري، نو خلکو سره دې يې شريک کړي.
هغه مېرويس ربيع ته په خطاب کې وويل چې استعفا دې نه ورکوي او دوی يې د ملاتړ په توګه تر شا ولاړ دي.
په ورته وخت کې د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د بلخ د عامې روغتيا رياست په رهبري کې پراخ تغييرات راشي.
نوموړي په دې تړاو نور جزئيات ورنه کړل او نه يې هم دا وويل چې نوی رييس به ډاکتر خليل حکمتي ټاکل کېږي او که نه درېيم کس به معرفي کېږي.
يوې سرچينې پژواک ته وويل، په پام کې ده د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه وټاکل شي؛ خو د بلخ سيمه ييز چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
په بلخ کې د شمال حوزوي روغتون په انګړ کې د مېرمنو د نسايي ولادي او ماشومانو ۳۶۰ بستريز روغتون شاوخوا ۸ مياشتې وړاندې مزارشريف ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال رسماً پرانيستل شوی وو چې وسايل او ناروغان ورته اوسمهال انتقال او خدمات په کې پيل شول.
د بلخ د عامې روغتيا رياست وايي، دغه ۳۶۰ بستريز روغتون له تجهيزاتو سره د ۱۵ ميليونه يورو په لګښت په پنځو پوړونو کې د المان هېواد له خوا رغول شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










