منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۹ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هندي لوبـډلمشر ويرات کوهلي جريمه او يوه منفي نومره ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨) : د کرکټ نړيواله شورا وايي چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبـډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي له افغانستان سره په پرونۍ لوبه کې له قوانينو څخه د سرغړونې له امله ٢٥ سلنه جريمه  او يوه منفي نومره ورکړل شوې ده.

د کرکټ د نړيوال جام سياليو دغه لوبه پرون هندوستان له افغانستانه وګټله.

د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، پرون د افغانستان او هندوستان ترمنځ د لوبې پر مهال د هندوستان لوبډلمشر ويرات کوهلي د افغان لوبغاړو د سوځولو لپاره ډېر اپيلونه کول.

سرچينې زياته کړې، د ٢٩ اوور پر مهال کله چې هندي توپ اچوونکي اپيل وکړ او لوبڅار د افغان لوبغاړي په ګټه پرېکړه وکړه، نو ويرات کوهلي د لوبڅار خواته ولاړ او له هغه سره يې توندې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کوهلي دغه کړنه د کرکټ د نړيوالې شورا د اخلاقي ډسپلن د ٢،١ مادې خلاف وه.

د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، لوبڅارانو او د پرونۍ لوبې ريفريانو د يادې پېښې څېړنه وکړه او کوهلي يې د پرونۍ لوبې د فيس ٢٥ سلنه جريمه کړ او يوه منفي نومره يې ورکړه.

اى سي سي ويلي چې کوهلي خپله تېروتنه او پر هغه لګول شوې جريمه ومنله او موضوع خلاصه شوه.

د يادونې ده، چې کوهلي ته تر اوسه د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا دوه منفي نومرې ورکړل شوې، کله چې په ٢٤ مياشتو کې يو لوبغاړى څلور منفي نومرې ترلاسه کړي، نو بيا پر هغه د يوه ټسټ يا دوو يوه  ورځنيو نړيوالو لوبو  بندېز لګول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې