ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله بلخ ته ولاړ

ډاکتر عبدالله بلخ ته ولاړ

author avatar
1 Jul 2019 - 19:11
ډاکتر عبدالله بلخ ته ولاړ
author avatar
1 Jul 2019 - 19:11

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸): ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ته ولاړ.

د ملي يووالي حکومت د اجرایه رییس د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتر عبدالله به په دغه سفر کې بلخ ته په رسمي سفر د ازبکستان له راغلي لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره هم وګوري.

سرچینې لیکلي، عبدالله عبدالله به دغه راز په مزارشریف ښار کې د دوست هېواد ازبکستان په سوداګریز او صنعتي نندارتون کې د یاد هېواد له لومړي وزیر سره یو ځای ګډون او خبرې وکړي.

خبرپاڼې زیاته کړې، ټاکل شوې چې د هېواد اجرایه رییس په دغه سفر کې د بلخ ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو او د مدني ټولنو له فعالانو سره هم وګوري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بلخ والي اسحاق رهګذر، د ولایتي شورا رییس افضل حدید، ملکي او نظامي مسوولانو او د بلخ قومي مخورو د مزار شریف په نړیوال هوايي ډګر کې د ډاکتر عبدالله عبدالله هرکلی وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.