منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هاشمي: د کسپین بحیرې له لارې له افغانستان سره د چین د اتصال پروژې تطبیق ته چمتو یو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د مخابراتو وزارت وايي چې د کسپین بحیرې له لارې له افغانستان سره د چین د اتصال پروژې تطبیق ته چمتو دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند ساير ځلاند د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه وزارت سرپرست محمد فهيم هاشمي نن د ترکمنستان له سفیر خوجه اويزوف سره د لیدنې تر څنګ د سيمه ييز اتصال، نوري فایبر شبکې پراختيا او د افغانستان له لارې د کسپين له بحيري سره د چين د اتصال (CATA) پروژې په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان سفیر وویل چې هېواد يې په نږدې راتلونکي کې په کسپين بحيره کې د پانګونې په اړه یو نړېوال کنفرانس جوړوي او همدا شان به په نږدې راتلونکي کې د CATA پروژې په اړه د افغانستان له دولت سره خپل رسمي نظر شریک کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل چې افغانستان چمتو دی دغه مهمه پروژه تطبیق کړي او تمه ده چې ترکمنستان هم په دې برخه کې د خپلو لازمو تياريو په اړه معلومات ورکړي.

د هغه په وينا، له یوه اړخه به له دې سره د نوري فایبر پراختيا او سيمه ييز اتصال ته زمينه برابره شي او له بل پلوه افغانستان له مرکزي اسيا څخه د ختيځې اسيا په لور د ډېټا د انتقال او ټرانزيټ پر مرکز بدل شي او د پام وړ عوايد به ترلاسه کړي.

هاشمي وايي، د کسپين بحيرې له کیبل سره د افغانستان له لارې د چين اتصال نه یواځې دا چې افغانستان ته د عوايدو له پلوه اهميت لري، بلکې د انټرنېټ د بيو کمېدو او انټرنېټي او مخابراتي خدماتو د کيفيت په برخه کې هم ګټور تمامېدلی شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد