کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۸) : د کعبې امام د حج په خطبه کې د مسلمانانو ترمنځ پر اتفاق او اتحاد د ټینګار ترڅنګ د نفرتونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
تر دوو میلیونو زیات مسلمانان نن د حج د ستر رکن (وقوف عرفه) د ادا کولو په موخه نن عرفات کې راټول شوي وو، د سعودي د علماوو شورا غړي او د کعبې امام شیخ محمد بن حسن ال شیخ د نمره په جومات کې د حج خطبه وویله او ورپسې یې د غرمې او مازیګر لمونځونه یې یو بل پسې وکړل.
هغه د خدای پر وحدانیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د الله ج پر اوامرو او نواهیو عمل کول دنیا او اخرت کامیابي ده.
ده له مسلمانانو وغوښتل، چې نفرتونه لرې کړل او د ښو اخلاقو او چلند سره ځان په نړۍ کې په سیاسي توګه پیاوړي کړي.
د کعبې امام وویل، چې د اسلام په ارکان کې د توحید او ختم نبوت ګواهي ورکړل شوې .
هغه د حج په خطبه کې زیاته کړه، الله تعالی چې څومره کتابونه نازل کړی دي، په ټولو کې د ژوند کولو طریقې ښود ل شوي دي.
شیخ حسن وویل، چې د الله تعالی د حکم له مخې ټول مسلمانان سره وروڼه دي ښه اخلاق او ښه چلند اوس د نړۍ اړتیا ده، او مسلمانان باید پرې عمل وکړي.
د نوموړي په وینا، نبي کریم ص فرمایلي، تاسو د ځمکې پر اوسیدونکو رحم وکړي، الله تعالی به پر تاسو رحم وکړي.
د کعبې امام له ټولو مسلمانانو وغوښتل، چې نفرتونه له منځه یوسي ، په سیاسي توګه باید مسلمانان ځان پیاوړي کړي ، مسلمانان باید خپل ټولنیز او سیاسي حالات دین سره په مطابق عیار کړي.
هغه له سوداګرو وغوښتل، چې پخپلو معاملاتو کې له ایماندارۍ کار واخلي.
شیخ محمد حسن مسلمانانو ته پر اتحاد او اتفاق هم ټینګار وکړ.
نوموړي د خطبې په پای کې د مسلمانانو لپاره اوږده دعا وکړه.










