کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۹۸): د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اختر ورځو پر مهال د ترافيکي پېښو له امله ١٣ تنه مړه او شاوخوا ٤٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي چې په کابل کې د اختر د ورځو پر مهال د ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي، جنايي، هوايي ډزو او اور سوځېدنې پېښو کې ۱۰۴ کسان ټپيان شوي او دوه نور مړه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل، په ننګرهار کې د لوی اختر درې ورځې د امنیت په فضا کې ونمانځل شوې،خو د ترافیکي، جنایي، غورځېدو او اور سوځونې پېښو کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي .
دی وايي، د اختر درېيو ورځو کې د جلال اباد حوزوي روغتون ته د ترافیکي پېښو له امله یو جسد او ۳۹ تنه ټپيان، د چتونو او له نورو ځایونو څخه د غورځېدو د پېښو له امله ۴۶ تنه ، د هوایي ډزو له امله او ۳ تنه د سوځېدو له امله چې ماشومان هم په کې دي ۱۶ تنه ټپیان یاد روغتون ته د درملنې په موخه ور لیږدول شوي،چې په ښه توګه یې درملنه جریان لري .
د هغه د معلوماتو له مخې، د اختر په شپو ورځو کې حوزوي روغتون ته د کانګو ناروغۍ هیڅ ډول ناروغ نه دی ور لیږدول شوی او د ټپیانو په شمېر کې د تېرو اخترونو په پرتله لس سلنه کموالی راغلی.
په همدې حال کې د ننګرهار ترافيکو مدير سمونوال عتيق الله ايماق وايي، د اختر په درې ورځو کې له دوی سره د بېلابېلو موټرو د جنګېدو درې ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۲ تنه مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل پژواک ته وويل، دوی ته د وروړل شويو ټپيانو له ډلې يو شمېر يې سطحي ټپونه درلودل چې په خپل وخت رخصت شوي او پاتې نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د هرات دعامې روغتيا رياست مسوولين هم وايي چې د اختر د ورځو په ترافيکي پېښو کې ١٢٠ تنه ټپيان شوي دي.
بلخوا د غزني ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې چې په ١١ ترافيکي پېښو کې ٣ تنه مړه او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د خوست ولايت د ترافيکو مسوولين وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۲ تنه مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن