مزارشريف (پژواک، ۱۷وږی ۹۸): د ملکي وګړو خونديتوب ډله وايي چې د بلخ وروستيو جګړو عامو خلکو ته زيانونه اړولي دي.
يادې ډلې د وږي په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
په بلخ کې د ملکي وګړو خونديتوب کمېټې مشرې نوريې ندا پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په چمتال، شولګر، دولت اباد او چهاربولک ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله عامو خلکو ته زيان اوښتی دی.
هغه زياتوي چې د بېګناه ملکيانو وژل، بې کوره کول او مالي تاوان د زيانونو ډېره برخه جوړوي.
د نوموړې په خبره، ملکيانو ته ډېر زيانونه په هغو سيمو کې ور اوښتي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.
مېرمن ندا همدا راز وويل چې تر دې مهاله وسله والو طالبانو، د دولت نورو مخالفو ډلو، افغان حکومت او د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونه ملکيانو ته د زيانونو اوښتو په برخه کې په ترتيب سره رول لري.
د ملکي وګړو خونديتوب ډلې يوې بلې غړې مېرمن نسيمې په خپلو خبرو کې وويل چې له تېرو يو کال راهيسې يې په بلخ کې فعاليت پيل کړی دی.
هغه زياتوي چې په بلخ کې د تېرو څو مياشتو ناامنيو او جګړو په زياتېدو سره ملکي وګړو ته د زيانونو اوښتو کچه هم لوړه شوې ده.
د دې په خبره، د جګړې ښکېل اړخونه بايد د بريدونو او جنګ پر مهال د ملکيانو ژوند ته او خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.
په بلخ کې د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې له خوا يو پرېکړه ليک هم خپور شو چې په کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو اړخونو د جنګ پر ځای پر خبرو او سوله ييزې حل لارې د تمرکز غوښتنه شوې وه.
په دغه پرېکړه ليک کې همدا راز ويل شوي چې د روانو ستونزو د حل او د افغانانو د ژوند خونديتوب لپاره بايد سياسي مشران د ګډې همکارۍ او کار کولو لاره غوره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن