منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۱ غ.و
۱۵°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په غزني کې د نا امنيو له امله د ټاکنو ١٧٣ مرکزونه تړلي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

غزني ښار(پژواک، ٤ تله ٩٨): د غزني د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د ټاکنو ١٧٣ مرکزونه تړلي دي.

بل لورته د غزني حکومتي مسوولين بيا وايي چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالنصير مومند د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې ټولټال د ټاکنو ٤٠٦ مرکزونه دي چې د نا امنيو له امله د ټاکنو په ورځ به يې ٢٣٣ د خلکو پرمخ پرانيستې وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په رشيدان، اجرستان، ناوه، ګيرو او جغتو ولسواليو کې د نا امنيو له امله هېڅ ټاکنې نه ترسره کيږي.

د مومند په وينا، په دغه ولايت کې ٢٥٠ زره کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې او ډېرو ولسواليو ته د ټاکنو اړين توکي هم رسېدلي دي.

ده وويل: ((له امنيتي ځواکونو سره مو يوځاى د ټاکنو د امنيت لپاره پلان جوړ کړى او هيله مند يم چې ټاکنې به هم رڼې ترسره شي.))

د مومند د معلوماتو له مخې، ولسواليو ته روزونکي استول شوي، ترڅو نويو ګومارل شويو کسانو ته د ټاکنو په برخه کې روزنه ورکړي.

خو بل لورته د غزني اوسېدونکي بيا د ټاکنو د امنيت په اړه اندېښمن دي.

د غزني ښار اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل چې د ولسواليو ترڅنګ په غزني ښار کې هم امنيتي وضعيت ښه نه دى.

دى وايي: ((هره شپه په کمربندي پوستو جنګونه وي، فکر نه کوم ټاکنې دې په ارامه فضا کې ترسره شي.))

دغه راز د غزني د اندړوولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم امنيتي وضعيت هېڅ ښه نه دى.

ده وويل: ((موږ غزني ښار ته ډېر نږدې يو، خو زموږ د ولسوالۍ ډېرې سيمې له طالبانو سره دي، فکر نه کوم چې خلک دې په ټاکنو کې برخه واخلي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې د ټاکنو ورځې د امنيت د ټينګښت لپاره منظم پلان جوړ شوى دى.

ده زياته کړه: ((ټولو امنيتي ادارو د ټاکنو کمېسيون سره په همغږۍ د ټاکنو د امنيت لپاره پلان جوړ کړى او باوري يم چې ټاکنې به په امنيت کې ترسره شي.))

سيرت له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په پروسه کې پراخ ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې شنبې ورځ (د تلې په ٦مه )په ټول هېواد کې د راتلوونکي ولسمشر د ټاکل کېدو په موخه ټاکنې ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized