ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړو د هسکې مېنې د قربانیانو د پېښې په پار د ملي ماتم غوښتنه وکړه

د مشرانو جرګې غړو د هسکې مېنې د قربانیانو د پېښې په پار د ملي ماتم غوښتنه وکړه

author avatar
19 Oct 2019 - 18:47
د مشرانو جرګې غړو د هسکې مېنې د قربانیانو د پېښې په پار د ملي ماتم غوښتنه وکړه
author avatar
19 Oct 2019 - 18:47

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د چاودنې د قربانیانو لپاره د احترام په پار د تلې ۲۸مه ملي ماتم اعلان کړي.

تېره ورځ د هسکې مېنې د جودرې کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې په دغه برید کې ٧۲ کسان په کې ووژل شول او ٣٦ نور ټپیان شول.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو وسله والو طالبانو، ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د امریکا سفات دا برید غندلی دى.

د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه راغلي چې د دغې جرګې د دایمې کمېسیونونو رئیسانو د نن ورځې د رئیسانو په کمېټه کې د هسکې مېنې د برید د غندلو تر څنګ له حکومته په ځانګړي ډول ولسمشر څخه غواړي څو سبا (یکشنبه، د تلې ۲۸مه) قربانیانو ته د احترام په پار ملي ماتم اعلان کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې دا جرګه د دغه برید د څېړلو او د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه یو پلاوى هم ننګرهار ته استوي.

ولسي جرګې هم نن د دغه برید له امله بیړنۍ ناسته وکړه او اعلان یې وکړ چې د دې پېښې پر څېړلو سربېره به د قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرستې هم کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.