کابل (پژواک،۲۹ تله ۹۸): د ولسي جرګې د نننۍ ناستې په اجنډا کې د ځینو غړو له خوا د ۳۰ میلیون ډالرو رشوت اخیستو ادعا د ناستې د ريیس له خوا رد شوه او ویې ویل، دغه موضوع د رییسانو د کمېټې له خوا څېړل کېږي.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي علي اکبر قاسمي ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د کمال ناصر اصولي له خوا پر اداري پلاوي لګېدلي تورونه دې په جدي ډول وڅېړل شي.
رییس، لومړی مرستیال، دویم مرستیال، منشي او نایب منشي د ولسي جرګې په اداري پلاوي کې شامل دي.
قاسمي زیاته کړه، اصولي څو ورځې مخکې د جرګې عمومي ناستې ته وویل، اداري پلاوی په کورونو کې ناستې جوړوي او له څوکۍ څخه په استفاده سوداګرو ته بلنه ورکوي او له دوی څخه د رشوت په بدل کې له مسوولو چارواکو اجازه اخلي چې د مالیې له وړکړې پرته هېواد ته تېل وارد کړي.
هغه له جزيیاتو پرته وویل، اصولي اداري پلاوی تورن کړی چې د تېلو د معافیت له امله یې ۳۰ میلیون امریکايي ډالره رشوت اخيستی دی.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري هم ورته نظر درلود او ویې ویل: ((که یاده موضوع حقیقت وي نو وکیلان باید د اداري پلاوي په اړه تصمیم ونیسي، که حقیقت نه وي باید چاته اجازه ورنه کړل شي څو اداري پلاوی چې د وکیلانو له خوا ټاکل شوی په فساد تورن کړي.))
د ولسي جرګې دویم نایب احمدشاه رمضان وویل، د اصولي کلېپ باید د ناستې په جریان کې نندارې ته وړاندې شي چې څه یې ویلي.
وروسته د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي وویل: ((ما هېڅکله نه دي ویلي چې اداري پلاوي ۳۰ میلیون ډالر فساد کړی، داسې راپورونه شته چې وکیلان په کورونو کې ناستې جوړوي او سوداګر راغواړي او د پیسو اخیستو په بدل کې سوداګرو ته معافیت اخیستل کېږي څو د محصول له ورکړې پرته هېواد ته تېل وارد کړي.))
هغه زیاته کړه، د یادې موضوع د څېړلو لپاره باید یو پلاوی وټاکل شي.
اصولي د جرګې اداري پلاوي ته په خطاب وویل، د داخلي دندو د اصول د ۵۴ مې مادې له مخې، له ۲۰ سلنه ډېرو وکیلانو دغه وړاندیز لاسلیک کړی او د اجنډا له پیلېدو وړاندې باید یاده موضوع نن رایو ته وړاندې شي او د رایو د ترلاسه کولو په صورت کې دې په اجنډا کې شامله شي.
د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ۵۴ مه ماده کې راغلي: ((ريیس یا د جرګې ۲۰ غړي کولای شي له اجنډا د بهیر موضوع د فوریت غوښتنه وکړي او د جرګې د اکثریت غړو د تایید په صورت کې موضوع اجنډا ته داخلېږي او په اړه یې فوري بحث کېږي.))
خو غلام حسین ناصري وویل، د اصولي دوه ډوله خبرو د جرګې غړي اندېښمن کړي او باید یاده قضیه د یوه بېطرفه پلاوي له خوا وڅېړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن