منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د سولې په بهیر کې باید د خلکو استازي موجود وي»

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۸): د و لسي جرګې رییس د افغانستان د سولې په پروسه کې له شریکو خواوو غواړي چې په دې بهیر کې د خلکو د استازو له نه موجودیت پرته د افغانستان سرنوشت او سیاسي معاملو ته دننه نه شي.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د تېرې وږي میاشتې په ۱۷مه د سولې نهه پړاوه خبرې وروسته له هغې لغوه اعلان کړې چې یو امریکایي سرتېری په کابل د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو؛ خو اوس یوځل بیا د سولې مذاکراتو لپاره کوښښونه پیل شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د تلې په دیارلسمه په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره ولیدل او تېره اونۍ یې د افغانستان سولې په موخه خپل تازه سفر بلجیم، فرانسې او روسیې پیل کړی دى.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې په روانو هڅو خبرې وشوې.

په ولسي جرګه کې د ډایکنډي د خلکو استازې ریحانې ازاد د دغې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، د سولې بهیر چې د پردې تر شا ترسره کېږي، د افغانانو د منلو وړ نه دي او باید په دې پروسه کې روڼوالی موجود وي. 

د هغې په خبره، د افغانستان سوله د څو هېوادونو او نورو حلقو په تجات بدله شوې او د دغه بهیر لپاره باید له خپلسرو حرکتونو ډډه وشي. د نوموړې په خبره، د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي او هره ناسته چې د افغان سولې په اړه جوړیږي، باید دولت او د افغانستان د خلکو استازي په کې ګډون ولري.

هغې وویل: «په هېواد کې هغه وخت سوله راتلای شي چې په دغه خبرو کې ټولې جګړه ځپلې طبقې ګډون ولري او دا خبرې باید بین الافغاني وي.»

د جرګې یوشمېر نورو غړو هم د سولې د تامین په موخه ناستو کې د افغانستان د دولت د استازو د ګډون غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې په ناسته کې په دې اړه وویل: «موږ سولې ته د رسېدولپاره له هر ډول کوښښ ملاتړ کوو؛ خو په ملي شورا کې د خلکو له خوا د ټاکل شوو استازو له شتون پرته چې د یوه معتبر او مشروع بنسټ په شکل له ملت څخه استازيتوب کوي، هر ډول هڅه نه یوازې د موږ لپاره د منلو وړ، بلکې له ماتې سره مخامخ ده.»

هغه وویل: «حکومت باید د قوو د تفکیک اصل مراعت کړي، په ځانګړي ډول لکه اوس مهال چې د ملي وحدت حکومت په داسې موقعیت کې ځای نه لري چې په ملي او نړیوالو ناستو کې بې د پارلمان له شتون څخه د افغانستان له خلکو استازیتوب وکړي، اوس چې د بیجینګ ناسته ځنډول شوې، په ملي او نړیواله کچه د افغانستان سولې په بهیر کې له ټولو دخیلو خواوو غواړو څو د ملت ارادې او تصمیم ته احترام ولري او د خلکو له استازو پرته، د هېواد د سرنوشت په اړه سیاسي معاملو ته دننه نه شي.»

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د سولې بین الافغاني ناسته د لړم په پنځمه او شپږمه په چین کې جوړه شي؛ خو امریکایي رسنیو د څو نورو سرچینو په حواله ویلي چې دا ناسته ممکن څو ورځې وځنډېږي.

د افغانستان د حکومت یوې سرچینې هم ویلي چې افغان حکومت به هم د هغه کسانو نوملړ چې د افغان دولت په استازیتوب په دغه ناسته کې ګډون کوي، خپور کړي.

راپورونه وایي، په دغې ناسته کې د ګډون لپاره مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د اسلامي جمعیت غړی عطامحمد نور او څو نور سیاسیون ور غوښتل شوي دي.

طالبانو هم ویلي چې په یاده ناسته کې به ګډون کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست