مزارشريف (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د بلخ پوليس وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د جنايي جرمونو او غلاوو د مخنيوي په موخه د بې پلېټ موټرو او موټرسایکلونو ټولولو کمپاین پيل کړی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لړم په ۵مه پژواک ته وويل چې دغه کمپاين به په دوو پړاوونو کې د بې اسناده موټرسايکلونو او موټرو تر بشپړ ټولېدو پورې دوام ولري.
هغه زياته کړه چې دمګړۍ يواځې بې پلېټه او بې اسناده موټرسايکلونه راټولوي او په دويم ګام کې به د بې اسناده موټرو د ټولولو لړۍ پيل کړي.
د نوموړي په خبره، د ناقانونه موټرو او موټرسايکلونو ټولولو او ضبطولو کمپاين يې وروسته له هغه پيل کړ چې په وروستيو ورځو کې له همدې ناقانونه وسايطو په استفادې د جرايمو کچه لوړه شوې ده.
عادل وويل چې د دغه کمپاين په لومړۍ ورځ سلګونه بې اسناده او بې پلېټه موټرسايلکونه د بلخ پوليسو ضبط کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه راز يې پر يوه موټرسايکل د دوو کسانو پر سپرېدو هم بنديز لګولی دی.
د مزارشريف اوسېدونکي هم د پوليسو له خوا د ناقانونه وسايطو ضبطولو ګام ستايي خو غوښتنه يې دا ده چې دغه لړۍ دې دوامداره و اوسي.
د مزارښار اوسېدونکي عبدالصبور پژواک ته وويل چې ډېرې وژنې، تښتونې او غلاوې له بې اسناده وسايطو په استفادې ترسره کېږي.
نوموړی زياتوي چې پوليسو بايد ډېر پخوا د يادو وسايطو راټولولو کمپاين پیل کړی وای.
هغه له پوليسو وغوښتل چې د ناقانونه وسايطو راټولولو په برخه کې له چا سره د مور او میرې چلند ونه کړي.
هغه وايي: ((په تېرو کلونو کې هم دغه ډول کمپاينونه شوي، خو پوليسو به يواځې د هغو کسانو وسايط ضبطول چې بې واسطې وو، خو هيله لرو چې دا ځل دغه پروسه رڼه وي.))
د بلخ پوهنتون محصله حميرا هم وايي چې ډېری غلاوې له بې اسناد او بې پلېټه موټرسايکلونو څخه په استفادې کېږي.
هغې پژواک ته وويل چې ۲۰ ورځې مخکې پوهنتون ته پر لاره وه چې د دوو موټرسايکل سپرو غلو له خوا يې لاسي دستګول وتښتول شو، چې ټيلېفون او ۲زره افغانۍ هم په کې وې.
نوموړې له پوليسو غواړي، له هغو کسانو سره هم قانوني چلند وکړي چې بې اسناده او بې پلېټه وسايط ګرځوي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند په خپلو خبرو کې وويل چې دغه ځل پوليس د ناقانونه او بې پلېټه وسايطو ټولېدو په برخه کې جدي دي او په دې تړاو به د هېچا سپارښتنې او واسطه ونه منل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










