پلخمري (پژواک، ۸ لړم ۹۸): د بغلان د مرکز پلخمري په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته ګډه شوې او دا مهال جدي مرستو ته اړتيا لري.
د بې ځايه شوو کډوالو استازي نن د اعتراض په توګه د پلخمري ښار د پنځمې ناحيې مخې ته راټول شوي وو.
د دوى په استازيتوب د ډنډ شهاب الدین د اکاخېلو کلي اوسېدونکي ثمرګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کلي کې یې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وشوې.
هغه وايي: ((يواځې زموږ د کلي نه درې سوه کورنۍ نورو ځايونو ته کډه شوې دي.))
ده وويل چې د پنځو کورنيو ښځې او ماشومان په يوه خونه کې ژوند کوي، د کور ټول وسايل ترې په کلي کې پاتې دي او د خوراک او څښاک په برخه کې هم ستونزې لري.
هغه زياته کړه: ((ژمى را ورسېده موږ هېڅ هم نه لرو، حکومت بايد له موږ سره کومک وکړي.))
په دې اړه د بغلان مدني تولنې اجرائيوي مشر عبدالکبير احمدزي پژواک ته وويل چې په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې له ټول بغلانه شاوخوا ٣٠زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي.
ده وويل چې دغه کډوال په سختو ستونزو کې دي خو حکومتي مسوولين د تېر په څېر يواځې ژمنې کوي او له کډوالو سره مرستې نه کوي.
د يادو کډوالو په اړه د پلخمري ښار د پنځمې ناحيې امر اخترمحمد عمري پژواک ته وويل چې په ډنډغوري او ډنډشهاب الدين سيمو کې د جګړو له امله پنځه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.
ده وويل: ((ځيني يې په دښتو او ځينو خپلوانو کره پراته دي، تر اوسه ورسره مرستې هم نه دي شوې، هوا په سړېدو ده، بايد ژر ورسره مرستې وشي.))
د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د کډوالو چارو رييس شريف الله شفق پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا څلور زره کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
شفق وايي: ((يو شمېر تقلب کوونکي کسان غواړي چې ځانونه د کډوالو په ډله کې ګډ کړي څو مرستې واخلي.))
خو دى وايي چې له سروې وروسته به يواځې له بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شي.
د بغلان د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو مياشتو کې په دغه ولايت کې له دوه زره بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شوې دي.
د يادونې ده، له ولسمشرۍ ټاکنو څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان پر مرکز پلخمري ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










