کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د ثبات او همپالنې ټېم وايي، څلور ډوله تقلبي رایې چې د رایو غټ شمېر جوړوي، په هېڅ شرط د دوی د منلو وړ نه دي او له بیاشمېرنې مخکې باید تصفیه شي.
دغه مطلب د ثبات او همپالنې ټېم له خوا د فوق العاده ناستې په هغې پرېکړه کې راغلی چې تېره شپه د سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو په حضور کې د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه.
د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، څلو ډوله تقلبي رایو ته چې په کې په قرنطین برخه کې مبهمې او ناپېژندل شوې۱۳۷۶۴۰، له ټاکنیز وخته بهر ۱۰۲۰۱۲ رایې او د ورکو شوو ماشینونو او میموريکارتونو، له انځور څخه انځور او تکراري انځورونو شاوخوا ۷۰۰ رایو ته رسېدنه کوي.
دغه ټېم زیاته کړې: «نوموړي ټاکنیز ټېم په هماغه ډول چې هر ځل یې په خپل قاطع عزم د خلکو د پاکو رایو د دفاع لپاره اعلان کړی او په دې اړه یې د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې، یو ځل به بیا خپله ژمنه تازه کړې او په دې وسیله به د محاسبې له بهیره د وروستیو رایو ايستلو په موخه به رهبرۍ شورا کې خپل کلک عزم وښیي.
د پرېکړه لیک په دوام کې راغلي چې په بې پرې ډول د قانون او طرزالعمل تطبیقول، په لومړي قدم کې له ټولو رایو د تقلبي رایو تصفیه او د محلونو او رایې ورکونې مرکزونو په تفکیک سره د بایومټریک ماشینونو پر اساس د معتبرو رایو د ارقامو ښودل د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اصلي دندو دي او هغه باید جدی ونیسي.
د ثبات او همپالنې ټېم د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې د رایو له بیاشمېرنې مخکې د بې طرفۍ اصل ته په کتو، په یادو څلورو مواردو کې له پاکو رایو د تقلبي رایو د تصفیې په اړه، د رایو د امانت دارۍ او خلکو د ارادې په توګه له قانون، طرزالعمل او لوایحو سره سم اقدام وکړي.
دغه ټاکنیز ټېم په ټینګار ویلي چې د ثبات او همپالنې ټېم به د درغلۍ، پر درغلیو د سترګو پټولو، په هېڅ صورت او تر هېڅ ډول شرایطو لاندې ارام کښې نه ني او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه یې غوښتي څو چې هر څو ژر د مکتوب په بڼه د دوی قانوني غوښتنو ته منونکی ځواب ووایي.
دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې ده چې دوه ورځې مخکې د ثبات او همپالنې ټېم د څارنې برخې مسوول نور رحمان اخلاقي په کابل کې په یوه ناسته کې وویل چې لا هم له ۳۰۰زره باطلو رایو څخه چې له ډلې یې تر ۱۳۷زره ډېرې معلق شوې(قرنطین) او تر ۱۰۲زره ډېرې له ټاکنیز وخته بهر د وتلو رايو، په اړه باید پرېکړه وشي.
نوموړي نن پژواک ته وویل چې د درغلیو په اړه وړاندې شوي ارقام یې د ټاکنو له کمېسیونه ترلاسه کړي دي.
هغه دې ته په اشاره چې د ټاکنو کېسیون په دې وروستیو ورځو کې په خپلو پرېکړو کې له ستونزې سره مخ دی، وویل چې کمېسیون باید د تقلبي، له ټاکنیز وخته بهر، له انځور څخه د انځور او تکراري انځورونو رایو په اړه معلومات ورکړي.
خو دولت جوړوونکي ټېم د رایو پر بیا شمېرنه ټینګار وکړ او وایي چې درملوګ شرکت له ټاکنیر وخته بهر، تکراري او د کم عمره انځورونو رایې له سیستمه ایستلې او د هغه راپور یې له کمېسیون سره هم شریک کړی، نور اړتیا نشته چې بهیر د هغه له امله وځنډول شي.
د دولت جوړوونکي ټېم له ناظرینو یوه کس عبدالقادر هوتخېیل د ثبات او هپالنې پر تېم نیوکه وکړه او ویې ویل، ، بدبختانه چې تل له یوې خوا فشار راوړل کېږي او ملي بهیر درول کېږي.
login or register a new account.