کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د یو شمېر ساختماني شرکتونو استازي وايي، د هېواد په ناامنو سیمو کې پر دولتي پروژو کار کوي، خو مالیې وزارت یې له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې لس ميلیارده افغانۍ ځنډولې دي.
هغوی چې شمېر یې شاوخوا ۸۰ کسانو ته رسېده، نن (د لړم ۱۹مه) د مالیې وزارت مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو.
له دغو کسانو د سعادت خان په نوم یوه کس چې د نورو په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل: «اته میاشتې کېږي چې موږ له دولت سره د ترانسپورټ، پوهنې او انکشاف دهات برخه کې کار کړی، له اړوندو ادارو څخه حوالې او تخصیصونه راغلي، خو وزارت مالیه کې په میاشتو میاشتو پرتې دي؛ نو ځکه دغه شرکتونه سره راټول شول او د خپل حق غوښتنه کوي.»
دی زیاتوي: «تقریباً له لس ميلیارده افغانیو زیاتې یا کمې پیسې دي، چې وزارت مالیه یې قرض داره ده. دغه پروژې د ښوونځیو، استنادي دېوالونه، سړکونه او نورو برخو لپاره دي.»
له اعتراض کوونکو د محمد ضمیر په نوم یوه بل کس وویل چې دغه شرکتونه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ناامنو سیمو کې پر دولتي پروژو کار کوي.
د ده په وینا، د دغو پروژو له اتیا تر نوي سلنه چارې پر مخ تللې خو مالیې وزارت یې یوازې له لسو تر ۲۵ سلنه پیسې ورکړې دي.
هغه وایي چې شرکتونه له حکومته د ترسره شوي کار پیسې غواړي او که دغه کار ونه شي نو د پروژو کارونه دروي او لاریونونه کوي.
پژواک د ماليې وزارت له ویاند شمروزخان مسجدي سره اړیکه ټینګه کړه څو په دې اړه ورسره خبرې وکړي، خو هغه وویل چې په دغه وزارت کې دا مهال ناسته روانه ده او د پایلو په اړه به یې د ناستې په پای کې معلومات ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










