کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکولو د ۹۱۵ محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې د پای ته رسېدو خبر ورکړ او وایي چې همدا اوس دغه بهیر د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په عملي ډول روان دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فېسبوک له رسمي پاڼې خپره شوې، راغلي چې په ۲۵ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه په عملي ډول روانه ده او تر اوسه د رایې ورکونې د ۹۱۵ محلونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه پای ته رسېدلې ده.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې د سیمه اییزو راپورونو له مخې؛ د بیاشمېرنې بهیر، تفتیش او څلورو ولایتونو د رایو ابطال پای ته رسېدلی؛ خو دا بهیر د یو شمېر ټاکنیزو ټېمونو د پلویانو د لاسوهنې له امله له ندی پیل شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې مطبوعاتي بیانیې په ترڅ کې له ټولو ټاکنیزو ټېمونو او په ټاکنو کې له شریکو خواوو غوښتي چې له کمېسیون سره د قانون، لوایحو او طرزالعملونو سره سمه همکاري وکړي او پرېږدي چې پاتې کارونه په شفاف او بې طرفانه ډول ترسره کړي.
د ټاکنو کمېسیون وایي چې له پاکو د ناپاکو رایو بېلولو لپاره، د رایې ورکونې د ۲۶۵۸۰ محلونو له ډلې د ۷۲۵۵ محلونو رایې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې بیا شمېرنې ته راجع شوې دي.
د رایو دغه بیاشمېرنه په شلو ولایتونو کې د لړم په ۱۶مه پیل شوه او په ۹ ولایتونو کې یو شمېر ټاکنیزو ټکټونو د تفتیش او بیا شمېرنې د بهیر پر وړاندې لاریونونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټېمونو د بیا شمېرنې بهیر غندلی او په یو شمېر ولایتونو کې د دغه بهیر مانع شوي دي.
په همدې حال کې، د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات پژوا ته وویل چې نوماندانو ته رسمي مکتوب استول شوی؛ څو د ټاکنو له کمېسیون سره د رایو په بیا شمېرنه کې مرسته وکړي.
د نوموړي په خبره، که پر مکتوب سربېره هم نوماندان له دوی سره مرسته ونه کړي، نو د کمېسیو کارکوونکو ته به امنیتي ځواکونه د بیا شمېرنې زمیه برابره کړي.
login or register a new account.