منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لس ډوله رایو تفتیش او بیاشمېرنه کوي

· ۱۵ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ پرانستو محلونو په لسو کټګوریو کې د ٨٢٥٥ محلونو رايې تفتیش کوي او له سره شمېرې چې په دغه راپور کې یادې لس کټګورۍ په بشپړ ډول تشريح شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ۸۴۹۴ هغو مرکزونو رایې چې د کمېسیون له خوا مشخص شوي وو او ۱۷۰۹ نورو محلونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم په همدې اړه یاد کمېسیون ته راجع کړي وو، له ارزونې وروسته د تکراري توب له امله د رایې ورکونې ٨٢٥٥ محلونه د تفتیش او بیا شمېرنې وړ وبلل.

د ټاکنو کمېسیون په دې اړه دوه پرېکړه لیکونه صادر کړل چې په کې راغلي، دغه تصمیم د ټاکنو قانون د ۸۷ مې مادې پر اساس او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د فورمونو د ترتیب او تنظیم او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تطبیق په موخه د ټاکنو قانون د احکامو، لوایحو، طرزالعملونو او د کمېسیون د نورو مصوباتو له مخې د دارالانشا له خوا د پایلو د فورمونو د دسته بندۍ وړاندې شوي راپور ته په پام نیول شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۰۴مې ګڼې پرېکړه لیک چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د دسته بندۍ او تنظیم به اړه دی، د لړم په ۱۳مه خپور او له مولانا عبدالله پرته د ټاکنو کمېسیون د شپږو کمېشنرانو له خوا تصویب شوی دی. په یاده پرېکړه کې د رایې ورکونې د ۶۰۷۱ محلونو په اړه چې د بېلابېلو لاملونو له امله پرې ملاحظه موجوده ده، لاندې اجراات غوښتل شوي دي.

لومړی ډول: ۳۸۹۳ محلونه چې د بایومټریک رایو او د پایلو په فورم کې د رسول شوو رایو ترمنځ له پنځو رایو ډېر توپیر موجود دی، باید تفتیش او بیا وشمېرل شي او مسوول کسان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته معرفي شي او قانوني چلند ورسره وشي.

دویم ډول: د رایې ورکونې د ۵۴۳ محلونو په اړه دي چې د پایلو فورم یې په ډیجیټلي مرکز کې موجود دی خو اصل یې د پایلو د جمع بندۍ په ملي مرکز کې نشته، داسې اجراات دې وشي:

۱ـ د ناظرینو او مشاهدینو په موجودیت کې دې د صندوق په داخل کې د پایلو د فورم کاپۍ ته مراجعه وشي او هماغه فورمه دې طی مراحل شي.

۲ـ که د صندوق په داخل کې کاپي موجوده نه وه، د لوستلو وړ نه وه او یا یې د طرزالعمل خلاف قلم خوردګي درلوه، رایې دې بیا له سره وشمېرل شي.

۳ـ که د صندوق د داخل فورمې لاسلیک او ټاپه نه لرله او د درغلۍ نښې په کې موجودې وې، تفتیش دې شي. دغه راز د دغو محلونو د رایې ورکوونکو بایومټریک معلومات دې اړوند ولایتي ادارو ته ولېږل شي.

درېیم ډول: د رایې ورکونې په ۹۳ محلونه کې چې د پایلو فورم یې په ډیجيټلي مرکز کې نشته، خو اصل یې د جمع بندۍ په ملي مرکز کې موجود دی، لاندې اجراات دې وشي:

۱ـ د پایلو ۷۶ فورمونه چې د رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو او پایلو د فورم ترمنځ یې پنځه یا له پنځو کمې رایې توپیر وي، د طرزالعملونو مطابق طی مراحل شي.

۲ـ د پایلو ۱۷ فورمونه چې د رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو او پایلو د فورم ترمنځ یې له پنځو ډېرې رایې توپیر وي، له طرزالعمل سره سم تفتیش او بیا وشمېرل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.