باميان(پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): اقتصادي بېوزلي چې په بامیانو کې ډېری کورنۍ ورسره مخ دي ددې لامل شوې چې په یاد ولایت کې هر کال سلګونه نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شي او د کانکور په ازموینه کې ګډون ونه کړي.
پژواک خبري اژانس له ډېری هغو نجونو سره چې تر ۱۲ ټولګي یې زده کړې کړې خبرې کړې دي. دغه نجونې چې له لوړو زده کړو سره مینه لري وايي، د اقتصادي بېوزلۍ له امله نه دي توانېدلې چې خپلو هیلو ته ورسېږي.
ډېری دغه ډول نجونو له مجوریته دې ته زړه ښه کړی چې د لوړو زده کړو پر ځای خیاطۍ، دوکاندارۍ او پر کروندو کې کار ته مخه کړي څو له کورنیو سره د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.
د بامیانو يوه اوسېدونکې سکینه چې ۱۷ کاله عمر لري او په یوه بڼ کې د میوې پر بسته بندۍ بوخته وه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ما تر نهم ټولګي زده کړې کړې او د خپل ټولګي اول نومره وم، تل مې هیله درلوده چې په راتلونکي کې یوه لايقه ډاکتره شم، خو دا چې کورنۍ مې ډېره بېوزله ده نو د لوړو زده کړو مخه مې یې ونیوله.))
نوموړې دې ته په اشاره چې ښوونځی یې هم په ډېرو ستونزو لوستی زیاته کړه: ((کله چې یو زده کوونکی ښوونځي ته ځي قلم، کتابچې، بکس، او جامو ته اړتیا لري. پلار بېچاره مې په ډېرو ستونزو زما او زما د درېیو وروڼو لپاره برابرول.))
هغې زیاته کړه، د ښوونځي له بشپړېدو وروسته مې ډېره مینه درلوده څو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله مجبوره شوه چې د خپل پلار ترڅنګ کار وکړي څو له دغه وضعیت څخه ځان خلاص کړي.
د سکینې په خبره، هره ورځ په یو شمېر باغونو کې له سبو د بېکاره بوټو په پاکولو کې کار کوي او د کار په بدل کې د کروندې او بڼ له خاونده یوه اندازه مېوه او سابه ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړه، هغه محصولات چې د کار په بدل کې ورکول کېږي په کور کې مصرفوي او یوه اندازه نور پلوري چې هره ورځ ترې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
خو دا یوازې سکینه نه ده چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځى پرېيښی، بلکې د بامیانو یو شمېر نورو نجونو هم د خپلو هیلو خلاف تصمیم نیولی او د لوړو زده کړو له دوام څخه یې ډډه کړې ده.
د بامیانو د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکې صغرا چې اوس پر خیاطۍ بوخته ده وویل، په یوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلې، پلار یې د واټونو پر سر کار کوي.
نوموړې چې د ښځینه جامو پر جوړولو بوخته وه پژواک ته وویل: ((ما تر ۱۱ ټولګي زده کړې کړې، کله مې چې ولیدل پلار مې په ډېره سختۍ کار کوي، ډېرې ورځې یې کار نه شوو پیداکولای، له ځان سره مې فکر وکړ چې د خیاطۍ له لارې کولای شم له پلار سره مرسته وکړم، ښوونځی مې پرېښود او خیاطي مې پیل کړه.))
د دې په خبره، د بامیانو ډېرې اوسېدونکې ښې لوړې زده کړې لري او ان ځینو په بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کړې دي خو تر اوسه مناسبې دندې نه لري.
۲۰ کلنه سمیه د بامیانو بله اوسېدونکې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله نه ده توانېدلې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
هغې پژواک ته وویل: ((دوه کاله مخکې مې کانکور ازموینه ورکړه، د بغلان پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالۍ شوم خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدلم بغلان ته لاړه شم.))
د دې په خبره، پلار یې د بامیانو په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی او یوازینۍ کس دی چې د دوى اته کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروي .
نوموړې چې اوس واده کړی وویل: ((ډېره مینه مې درلوده چې لومړى لوړې زده کړې بشپړې کړم وروسته واده وکړم، خو له بده مرغه دغه هیله مې پوره نه شوه.))
د بامیانو سیمه ییزو چارواکي هم په دغه ولایت کې د یو شمېر نجونو له زده کړو بې برخې توب مني.
د بامیانو د ولایتي شورا غړي محمد حسن اسدي پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې هر کال له درې زرو ډېرې نجونې د اقتصادي ستونزو له امله له لوړو زده کړو پاتې کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((ان بامیانې نجونې د لوړو زده کړو په جریان کې د اقتصادي ستونزو له امله مجبورېږي چې لوړې زده کړې پرېږدي.))
دغه سیمه ییزو چارواکي د اقتصادي ستونزو ترڅنګ سنتي باورونه، د نجونو د ښوونځیو نه شتون هم هغه لاملونه وبلل چې له امله یې د یاد ولایت نجونې لوړې زده کړې پرېږدي.
نوموړي د بلګې په ډول په بامیانو کې محصلینو ته د بدل اعاشې بدیل یاد کړ او ویې ویل: ((دا په اصل کې له محصلینو سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرسته نه کوي او د بدل اعاشې په کمو پیسو بېوزله کسان نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.))
په ورته وخت کې د بامیانو د پوهنې ریاست مرستیال حاجي غلام حسین شریفي هم ومنله چې هر کال ډېرې نجونې په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو له دوامه بې برخې کېږي.
د نوموړي په خبره، له لوړو زده کړو د نجونو د پاتې کېدو عمده لامل اقتصادي ستونزې دي، ځکه د بامیانو ۶۳ سلنه اوسېدونکي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
خو نوموړي په دې برخه کې مشخص ارقام وړاندې نه کړل.
په بامیانو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د څېړنو له مخې: ((په دغه ولایت کې ۲۳ زره ماشومان د بېلا بېلا ستونزو له امله له ښوونځي پاتې شوي دي.))
دغه کمېسیون په بامیانو کې د پوهنې ریاست په حواله زیاته کړې چې په ټول ولایت کې ۲۳ زره هلکان او نجونې ښوونې او روزنې ته لاس رسی نه لري.
د یاد کمېسیون سرچینو ویلي، د کورنیو اقتصادي ستونزې، درنو کارونو ته د ماشومانو جذب او په لرې پرتو سیمو کې د نفوس تیت او پرک توب په یاد ولایت کې له زده کړو د ماشومانو د پاتې کېدو لاملونه دي.
کارپوهان د سنتي باورونو پر وړاندې د مبارزې او بېوزلۍ سره د مبارزې د لارو چارو پر عملي کېدو ټینګار کوي.
په بامیانو کې یوه مدني فعال ابراهیم تولا، فقر او سنتي بارونه له لوړو زده کړو د نجونو د پاتې کېدو ستر لاملونه وبلل.
هغه زیاته کړه، د ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې یوازې په وروستیو دوو کلونو کې د کهمرد ولسوالۍ اته هغه نجونې چې لوړو زده کړو ته بریالۍ شوې وې خو په ټولنه کې د حاکمو رواجونو او اقتصادي ستونزو له امله له پوهنتون څخه پاتې شوې دي.
دغه مدني فعال له ایران او پاکستان څخه د یاد ولایت ولسوالیو ته د تبلیغیانو په نوم د کسانو راتلل هم په یاده برخه کې ستونزه وبلله.
ده وویل: ((له پاکستان او ایران څخه د دیني عالمانو په نوم یو شمېر کسان د افراطیت د ترویج لپاره د بامیانو یو شمېر ولسوالیو ته راځي او په ځينو حالاتو کې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته وايي چې د نجونو لپاره لوړې زده کړې ضرور نه دي، ځینې کورنۍ د دوی د یادو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راځي او نجونو ته د لوړو زده کړو فرصت نه ورکوي.))
تولا روښانه کړه، ترڅو چې په یاد ولایت کې د بېوزلۍ د کمولو پر اساسي لارو چارو کار ونه شي او بلخوا د یادو سنتي رواجونو پر وړاندې د سیمه ییز حکومت په مرسته خلک مبارزه و نه کړي دغه ستونزه به نه یوازې حل نه شي، بلکې په دغه ولایت کې به له لوړو زده کړو د نجونو د بې برخې توب کچه لوړه شي.
تولا زیاتوي، د یاد ولایت په ځینو سیمو کې د ځینو سنتي رواجونو او کلتور له امله ځینې کورنۍ نجونو ته اجازه نه ورکوي چې هغو ښوونځيو ته لاړې شي چې هلته نارینه ښوونکي وي.
نوموړی وايي چې خلکو ته د تعلیم د ارزښت د ذهنیت ورکولو ترڅنګ باید د نجونو ښوونځیو ته د نارینه پر ځای ښځینه استادان جذب کړي.
د ده په خبره، سربېره پر دې باید دیني عالمان په دې اړه خلکو ته پوهای ورکړي.
په بامیانو کې یوه فرهنګي احمد حسین نايبي پژواک ته وویل، د نجونو د لوړو زده کړو پرېښودو د ستونزې لامل بې وزلي، د سنتي رواجونو له امله د کورنیو له خوا نجونو ته د زده کړو حق نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، د پوهنې وزارت باید د یادو ستونزو د لرې کدو لپاره اوږدمهال پلان جوړ کړي څو نجونې له زده کړو بې برخې نه شي.










