کابل (پژواک،۲۸ لړم ۹۸): پژواک خبري اژانس د څه باندې ۱۳۷ زره قرنطین رایو چې د رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو او پروسس شوو شمېرو تر منځ توپیر په کې شامل دی، بشپړ معلومات ترلاسه کړي دي.
لېږل شوي بايومتريکي معلوماتو، د رايه ورکوونکو هغو معلوماتو ته ويل کېږي چې د رايه ورکوونکو بايومتريکي مشخصات لکه څهره، ايډي نمبر او د ګوتې نښان ولري او د فايلونو په توګه د حافظې په کارت کې ځاى پرځاى شوى وي او د ټاکنو له ورځې وروسته انتقال شوى دي.
پروسس شوې شمېرې، د ټاکنو په ورځ د رايه ورکوونکو له راپور څخه عبارت دى چې معلومات يې د دستگاه په داخلي حافظه کې ذخېره شوى وي او انتقال يې هم د ټاکنو په ورځ ترسره شوى وي.
دغه اسناد ښيي هغه لس ولایتونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو تر منځ یې تر ټولو ډېر توپیر موجود دی کابل ۲۳۹۲۱، ننګرهار ۱۳۵۴۴، غزنی ۱۰۹۰۴، پکتیا۹۲۳۰، پکتیکا ۸۱۷۳، خوست ۸۰۱۸، بدخشان ۶۹۸۹، کندهار۶۷۳۷، هرات ۵۶۹۴ او بغلان ۵۳۳۲ رایې وې او پاتې ۳۹۰۸۸ رایې په ۲۴ نورو ولایتونو پورې تړاو لري.
د یادو معلوماتو په راپور کې د هغه محلونو د شمېر جزیات چې د پروسس شوو ارقامو او بایومتریک معلوماتو ترمنځ یې توپیر موجود دی د نړیوالو سلاکارانو او دارالانشاء د تخنیکي ټيم له خوا د ١٣٧٦٣٠ قرنطین رایو په اړه د درملوګ کمپنۍ له مکتوبونو څخه په استفادې جوړ شوی دی.
په یاد راپور کې راغلي چې د رایې ورکولو په۴۵۶۳ محلونو کې پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلوماتو سره برابر نه دي او په دې محلونو کې توپیر دوه ډوله ښودل شوی، چې په ۱۴۶۶ محلونو کې پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریکي معلوماتو ډېر دي او د رایو توپیر یې ۳۰ زره او ۶۰۸ دی، دغه راز په ۳۰۹۷ محلونو کې پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلومات کم دي او د رایو توپیر یې ۱۶۸ زره او ۲۳۸ تنه دى چې په ټوله کې شاوخوا ۱۳۷ زره او ۶۳۰ رایې دي.
په راپور کې د هغو محلونو شمېر چې بایومټريکي معلومات او پروسس شوي شمېرې یې توپیر لري، په ډاګه شوې چې د کومو لاملونو له امله توپیرونه رامنځته شوي او د دقیق پوهاوي لپاره ټول معلومات په ۱۱ کټګوریو وېشل شوي دي.
لومړۍ برخه (پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو د بایومټریکي معلوماتو له شمېر څخه ډېر دي):
د لومړۍ برخې په پنځو کټګوریو کې «د څو محلونو هغه رایې چې د یوې دستګاه له لارې لېږدول شوې، له هغو بایومټریک دستګاوو څخه د معلوماتو نه ترلاسه کول چې پایلې یې انتقال شوې، د بایومټریک دستګاوو د داسې معلوماتو استول چې پایلې یې انتقال شوې، د رایې ورکولو داسې محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو تر منځ یې پنځه یا له هغې کمې رایې توپیر موجود دی او د رایې ورکولو داسې محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو توپیر یې له پنځو رایو ډېر دی» شامل دي.
لومړۍ کټګوري:
په دې کټګورۍ کې د رایې ورکولو د هغو محلونو پایلې شاملې دي چې د یوې دستګاه له لارې انتقال شوې او جزئیات یې په لاندې ډول دي.
- په یوه دستګاه کې د بېلا بېلو محلونو د حافظو کارتونه د پایلو د فورمې د انځور اخیستو لپاره استفاده شوي دي.
- داچې پروسس شوي ارقام د دستګاه په حافظه کې زېرمه کېږي، دغه عدد د ټولو هغو محلونو لپاره چې د حافظې کارت په هغه دستګاه کې اچول شوی، یو ډول لېږلي دي.
- په بېلا بېلو ولایتونو کې د پایلو د انتقال او ترلاسه کولو په برخه کې په ۳۶ بایومټریک دستګاوو کې ۱۱۵ د حافظې کارتونه استفاده شوي دي.
- په یادو دستګاوو کې پروسس شوي ارقام ۳۷۴۰ دي، په داسې حال کې چې د رایې ورکوونکو د بایومټریکي معلوماتو شمېر ۲۴۳۸ دی.
- د پروسس شوو ارقامو او بایومټریکي معلوماتو تر منځ توپیر ۱۳۲۰ رایې دي.
دغه راز د لومړۍ کټګورۍ په پای کې راغلي چې د حافظې ټول کارتونه د رایې ورکولو په یو مرکز پورې اړوند دي.
دویمه کټګوري:
له هغو دستګاوو څخه د بایومټریکي معلوماتو نه ترلاسه کول چې پایلې یې انتقال شوې دي، په لاندې جزیياتو کې شامېلږي:
- په ځينو حالاتو کې له بایومټریک دستګاوو څخه هېڅ معلومات نه دي ایستل شوي، خو په یادو محلونو کې پروسس شوي ارقام موجود دي.
- په قوي ګومان دا کار د حافظې کارتونو د ورکېدو له امله شوی، خو له سیمې څخه د پایلو فورم او پروسس شوي ارقام لېږل شوي دي.
- ۱۴۱ محلونه، د هغه د پایلو ډیجیټلي فورم، د فورم عکس او پروسس شوي ارقام یې چې په ټوله کې ۱۰۰ زره او ۳۸ رایې کېږي، مرکزي سرور ته انتقال شوي دي.
درېیمه کټګوري:
له هغو دستګاوو څخه د معلوماتو لېږل چې پایلې یې انتقال شوې، په لاندې جزئیاتو کې شاملېږي:
- په ځينو حالاتو کې د تخینکي ستونزو (د فایل خرابېدلو او د سرور له طرفه د فایل نه پېژندلو) له امله د رایې ورکوونکو ټول بایومټریکي معلومات د کمپیوټر له لارې نه دي لېږل شوي چې دا د معلوماتو او پروسس شوو ارقامو تر منځ د توپیر سبب شوی دی.
- په ۱۵۹ ملحونو کې د رایې ورکوونکو بایومټریکي معلومات له پروسس شوو ارقامو کم دي.
په یادو محلونو کې د پروسس شوو معلوماتو ارقام ۱۴ زره او ۵۷۲ رایې دي، خو په ټوله کې سرور ته استول شوي بایومټریکي معلومات ۳۱۶۳ دي او د یادونې ده چې د ارقامو او معلوماتو ټولیز توپیر ۱۱ زره او ۴۰۹ دی.
د یادو کټګوریو په تشرېح کې راغلي چې په دې قضیه کې د رایې ورکوونکو بایومټریک معلومات اخیستل شوي خو د ځینو ستونزو سره امله رسېدلي نه دي. دغه کار ښايي د بایومټریک معلوماتو د هغو فایلونو له امله وي چې د لوست وړ نه دي او له نه لوستل کېدو وروسته د استخراج په بهیر کې ور څخه ډډه شوې وي.
څلورمه کټګوري:
د رایې ورکولو هغه محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو توپیر یې پنځه یا له پنځو رایو کم دی په لاندې ډول دي:
په ځینو مواردو کې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر په یوه محل کې له یوې تر پنځو رایو دی چې په ۸۵۹ محلونو کې دا حالت لیدل شوی او په یادو محلونو پورې اړوند پروسس شوي ټول ارقام ۸۸۲۹۸ او د حقیقي رایې ورکوونکو بایومتریک معلومات ۸۶۸۶۹ و چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر یې ۱۴۲۹ دی.
پنځمه کټګوري:
د رایې ورکولو هغه محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر یې له پنځو رایو ډېر دی په لاندې ډول دي.
په ځینو مواردو کې د پروسس شوو ارقامو او رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر له پنځو رایو ډېر و او دغه حالت په ۲۷۱ محلونو کې لیدل شوی دی. په یادو محلونو پورې اړوند پروسس شوي مجموعي ارقام ۴۰ زره او ۹۵۱ او د رایې ورکوونکو بایومټریک معلومات یې ۳۴ زره او ۵۲۱ و چې د معلوماتو او ارقامو توپیر یې ۶۴۳۰ دی.
په څلورمه او پنځمه کټګورۍ کې تخینکي منطق دا دی چې د معلوماتو او ارقامو ترمنځ د توپیر لامل ښايي د نرم افزارو پر تخنیکي ستونزه پورې اړوند وي، چې په ځینو خاصو حالاتو کې یې د رایې ورکوونکو ارقام د یو په اندازه ډېر کړي دي.
دویمه برخه (پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلومات کم دي):
د دویمې برخې شپږ کټګورۍ په (پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلوماتو کم دي) پورې اړوند دي، چې د ریکارډونو دوه ځلي اپلوډ، د یوې دستګاه له لارې د څو محلونو د پایلو لېږل، هغه محلونه چې پروسس شوي ارقام یې صفر خو بایومټریک معلومات یې لېږل شوي، هغه محلونه چې بایومټریک معلومات یې لېږل شوي خو د دیجیټالي پایلو فورم او انځور یې نه دی رسېدلي، په یوه محل کې له یوې ډېرې بایومټریک دستګاوې استفاده شوې او متفرقه محلونه په کې شامل دي.
شپږمه کټګوري:
لاندې معلومات په هغو اطلاعاتو پورې اړه لري چې دوه ځلې سیستم ته داخل شوي دي:
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










