کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۸): پژواک خبري اژانس له ۱۰۲زره د ډېرو هغو رایو بشپړ معلومات ترلاسه کړي چې له ټاکلي وخت مخکې یا وروسته کارول شوې دي.
له ټاکلي وخت بهر رایې هغه دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د سهار له اوو بجو مخکې او د مازدیګر تر پنځو بجو وروسته د رایې ورکونې په محلونو کې کارول شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکونې کړنلارې له مخې، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې بهیر سهار اووه بجې پیل او د مازدیګر تر پنځو بجو یې دوام درلود، خو د ټاکنو کمېسیون هماغه ورځ د رایې ورکونې بهیر دوه ساعته وغځاوه او اعلان یې وکړ چې رایې ورکوونکي کولای شي د مازدیګر تر پنځو بجو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړي.
قضیه څه ډول رامنځته شوې ده؟
هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، ښيي چې له ټولو ۱۰۲٠۱۲ رایو چې په ۷۳۵۴ محلونو کې له ټاکلي وخت بهر کارول شوې ۴۷۵۳۴ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۵۴۴۷۸ له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.
له ټولو هغو رایو چې له ټاکلي وخت بهر کارول شوې، ۶۸۸۵۱ رایې د ټاکنو په ورځ د تلې په شپږمه، ۲۳۱۹۷ رایې له ټاکنو یوه ورځ مخکې، ۸۷۶۲ رایې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو یوه ورځ وروسته او پاتې (١٢٠٢) رایې د جنورۍ له ۲۸مې د ۲۰۱۹ کال د نوامبر میاشتې تر ۲۸مې کارول شوې دي.
د دغه سند له مخې، هغه لس ولایتونه چې له ټاکلي وخت مخکې یا وروسته په کې تر نورو ډېرې رایې کارول شوې، په ترتیب کندهار کې ۱۲۶۹۱ رایې، کابل کې ۱۰۰۰۳، هرات کې ۹۲۴۷، ننګرهار کې ۷۲۷۹، هلمند کې ۵۸۶۱، دایکنډي کې ۵۷۷۵، تخار کې ۴۶۸۷، پکتیا کې ۴۰۹۳، خوست کې ۳۹۵۰ او بدخشان کې ۳۹۳۴ رایې کارول شوې دي.
دغه راز په پکتیا کې ٣٦٠٥، په غور کې ٣٥٤٨، په نورستان کې ٢٨٤٨، په بامیانو کې ٢١٥٣، په بغلان کې ٢٠٨٩، په فاریاب کې ٢٠٥٧، په فراه کې ١٨٧٤، په زابل کې ١٨١٨، په غزني کې ١٥٦٦، په بلخ کې ١٥٥٣، په سرپل کې ١٣٤٤، په جوزجان کې ١٣١٩، په لوګر کې ١٢٣٨، په پروان کې ١٠١٩، په کونړ کې ٩٢٤، په سمنګان کې ٨٧٢، په لغمان کې ٧٩٨، په میدان وردګو کې ٧٦٥، په نیمروز کې ٧٠٧، په پنجشېر کې ٦٨٥، په بادغیس کې ٦٦١، په ارزوګان کې ٥٠٩، په کاپیسا کې٤٠١، په کندوز کې ۱۳۹ رایې دي.
په یاد راپور کې راغلي، توپیرونه د کومو لاملونو له امله رامنځته شوي او د ښه پوهاوي لپاره ټول معلومات پر څلورو برخو او ۱۵ کټګوریو وېشل شوي دي.
لومړۍ برخه (د بې نظمۍ له امله نه دي اغېزمنې شوې):
د لومړۍ برخې په درېیو کټګوریو کې د رایې ورکونې په ۶۰۵۳ ملحونو کې ټولې ۲۹۳۱۲ رایې کارول شوې چې ۳۶۲ رایې یې له ټاکلي وخت مخکې او ۲۸۹۵۰ رایې له ټاکلي وخت وروسته استفاده شوې دي.
لومړۍ کټګوري:
- رایې ورکول د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر پنځو بجو یې دوام کړی دی.
- د رایې ورکونې په ۵۹۱۲ ملحونو کې ۲۸۸۱۹ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
- د رایې ورکونې بهیر د سهار له شپږو بجو مخکې پیل او د مازدیګر تر پنجو بجو لږ وروسته یې هم دوام درلود.
- د رایې ورکونې په ۲۲ محلونو کې ۷۲ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۳۱ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
درېیمه کټګوري:
- د رایې ورکونې بهیر د سهار له شپږو بجو مخکې پیل او د ټاکلي وخت په منځ کې پای ته رسېدلی دی.
- د رایې ورکونې په ۱۱۹ محلونو کې ۲۹۰ رایې له ټاکي وخت مخکې استفاده شوې دي.
دویمه برخه: د دستګاه په وخت او نېټه کې ښکاره ستونزې
د دویمې برخې په پنځو کټګوریو کې د رایې ورکونې په ۸۵۰ محلونو کې ټولې ۵۳۹۰۳ رایې کارول شوې چې ۴۰۹۶۰ رایې یې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۲۹۴۳ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
څلورمه کټګوري:
- هغه رایې چې په غلطه نېټه یعنې د روان میلادي کال له ۲۶ تر ۳۰ مې نېټې مخکې کارول شوې دي.
- په ۱۹ محلونو په کې شامل دي چې په هغو کې ۱۵۸ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۷۲ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
پنځمه کټګوري:
- له بایومټریک ماشینونو استفاده د ماښام له شپږو بجو مخکې پیل خو دغه کار په بایومټریک ماشینونو کې د وخت په اجسټ کې د تېروتنې له امله دی.
- د رایې ورکونې په ۵۱۶ ملحونو کې ۲۹۷۴۹ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۰۱۹۹ نورې رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
شپږمه کټګوري:
- په دستګا کې یې د سهار د شپږو بجو پر ځای د ماښام شپږ بجې برابرې کړې دي.
- د رایې ورکونې په ۱۳ محلونو کې ۵۸۱ رایې له ټاکلي وخت مخکې او ۱۷۸ رایې له ټاکلي وخت وروسته کارول شوې دي.
اوومه کټګوري:
- په دې کټګورۍ کې راغلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۸مه د رایې ورکونې بهیر پیل شوی او له ۱۰ تر ۱۱ ساعته یې دوام درلود.
- د رایې ورکونې په ۲۵۹ محلونو کې ۱۰۴۷۲ رایې له ټاکلي وخت مخکې کارول شوې دي.










