کندهار (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د کندهار د پوهنې رییس وايي، د دغه ولایت د پوهنې بهیر د سمون او ښه والي په موخه یې په اداري او تدریسي برخو کې یو لړ اقدامات کړي خو یو شمېر ستونزې یې پر وړاندې خنډ دي.
هغه د ښوونکو د تشکیل او کتابونو کمښت او د ودانیو نشتوالی هغه ستونزې یادې کړې چې له حل سره یې د پوهنې وده او کیفیت لوړېدل تړلي دي.
پوهنیار محب احمد روښان شاوخوا درې میاشتې مخکې د کندهار د پوهنې د رییس په توګه ټاکل شوی چې د دغه بهیر د اصلاح او معیاري کېدو هڅې یې پيل کړې دي.
نوموړي له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په دې موده کې یې په اداري او تدریسي برخو کې د سمون هڅې پیل کړې خو یو لړ ستونزې داسې دي چې حل یې د پوهنې په وزارت پورې تړلی دی.
ده زياته کړه، تر ټولو مخکې جدي ستونزه د ښوونکو د تشکيل د کمښت ده، د کندهار د پوهنې ریاست ۱۴۹۴۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو وزارت ورته ۶۶۴۴ ښوونکي ورکړي دي.
دغه راز هغه یادونه وکړه چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۲۷۸ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله یې زده کوونکي په نامناسب چاپېریال کې زده کړې کوي.
د کتابونو کمښت یوه بله جدي ستونزه ده چې د ده په خبره، اړوند وزارت ورته ۳۶۱زره درسي کتابونه ورکړي خو دوی یو میلیون او ۷۰۰زره کتابونو ته اړتیا لري.
روښان وویل، د دغو ستونزو د حل لپاره په خپله مرکز ته تللی او له هغو یې د دغو ستونزو حل غوښتی او د دې ترڅنګ یې د کندهار د ولایتي شورا او په ولسي جرګه کې د کندهار له استازو سره هم دا ستونزې شریکې کړې څو د دغو ستونزو د حل په موخه پر اړوند وزارت فشار راوړي.
د ده په خبره، د دې لپاره چې د کندهار د پوهنې ریاست د کمیت او کیفیت له پلوه پر خپلو پښو ودرېږي له ۵ زره زیاتو ښوونکو ګومارلو ته جدي اړتیا ده.
د دې ترڅنګ دی یادونه کوي چې په ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو د ګومارلو په برخه کې منطقوي امتیاز ته اړتیا ته څو ښځینه ښوونکې په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې دندې ته زړه ښه کړي.
دغه راز نوموړی ښوونکو ته د استوګنې د ځمکو پر ورکړه هم ټینګار کوي او وايي د هغوی لپاره د ښارګوټو جوړولو په برخه کې باید اړین اقدامات وشي.
د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وايي، د پوهنې رییس د دغو ستونزو د حل په موخه د ولایتي شورا د دې اوونۍ غونې ته ورغلی و او له دوی یې هم په دې برخه کې همکاري غوښتې ده.
د پوهنې رييس وايي، ولایتي شورا د پوهنې له رییس سره د پوهنې د بهیر د سمون او اصلاح په موخه بشپړ همکار دي او ملاتړ یې کوي.
د ده په خبره، نوي ټاکل شوي رییس په اداري او تدریسي برخه کې یو لړ اصلاحات راوستلي خو دغه هڅې هغه مهال ښې پایلې ورکوي چې اړوند وزارت د ښوونکو او زده کوونکو اړتیاوې درک کړي او د پوره کولو لپاره یې لاس په کار شي.
نوموړی هم غوښتنه کوي چې اړوند وزارت دې د کندهار د پوهنې ریاست د ښوونکو تشکیل پوره کولو، د ودانیو په جوړولو او او زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو په برخو کې جدي اقدام وکړي.
دی وايي، ولایتي شورا له خپله ادرسه هم دغه ستونزې له مرکز سره تعقیبوي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سیداحمد سېلاب هم دغه ستونزې جدي ګڼي او وايي د حل په موخه یې تر اړوند وزارت پورې رسوي.
هغه پژواک ته وويل، د کندهار د پوهنې په ریاست کې اصلاحات پیل شوي چې پر ځای اقدام دی او دوی هم چا ته اجازه نه ورکوي چې د اصلاحاتو او سمون دغه بهیر له خنډ سره مخ کړي.
دی زیاتوي، په کندهار کې د یوه معیاري او باکیفیته معارف لپاره دا ډېره مهمه ده چې د ښوونکو د کمښت، د ودانیو او کتابونو د نشتوالي ستونزه حل شي.
څو اوونۍ مخکې د کندهار والي حیات الله حیات هم د پوهنې ریاست ستونزې له ولسمشر سره په یو ویډیويي کنفرانس کې شریکې کړې وې.
ولسمشر د دغو غوښتنو په ځواب کې ویلي وو چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې به د کندهار د پوهنې ریاست ته له ۴ زره څخه نوی تشکیل ورکړل شي.
هغه دغه راز ژمنه کړې وه چې یوازې په ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو نه بلکې د ټولو ښوونکو په معاشاتو کې به زیاتوالی راشي.
ښوونکو ته د استوګنې د ځمکو د وېش او ښارګوټو جوړولو په اړه ولسمشر ویلي وو چې د ښار جوړولو وزارت ته یې دنده ورکړې چې دغه موضوع په جدیت تعقیب کړي.
دغه راز یې يادونه وکړه چې ماليې وزارت ته یې حکم ورکړی څو د کتابونو د کمښت د پوره کولو په موخه بودجه ځانګړې کړي او د دې تر څنګ یې وویل چې په ټول هېواد کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي.
کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري چې ټولټال ۳۳۲زره ۶ سوه او ۱۷ تنه زده کړې په کې کوي.
تر تېر کال پورې له دې ډلې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په دې وروستیو کې د لسګونو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۹۸ ته راټیټ شوی.
له دغو ستونزې ور ها خوا د پوهنې پر ټکني بهیر او اړوندو چارو کې د فساد په اړه هم ګڼې نیوکې شته.
څه موده وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات له خوا د پوهنې د بهیر پر سونزو د بحث او حل لارو موندلو په اړه لویه غونډه جوړه شوې وه او ویلي یې وو چې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ دی او د خلکو له نظارت او څارنې پرته په کې اصلاحات نه شي راتلای.
دی وايي، هغه څېړنې چې دوی د کندهار د پوهنې په اړه کړي، دوه ډوله ستونزې شته چې یو ډول یې کورنۍ او بل ډول یې بهرني دي.
د ده په خبره، په داخلي ستونزو کې د کتابونو، ودانیو، کم تشکیل، د مسلکي ښوونکو نشتوالی او نو راځي او په بهرنیو ستونزو کې ناامنۍ، د زورواکو مداخلې، د ولسي همکارۍ نشتوالی، غربت، د پوهاوي ټيټه کچه او نور شامل دي چې په اړه یې باید جدي کار وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










