کابل(پژواک، ۱۰ لیندۍ ۹۸): د ثبات او همپالنې ټيم رهبري شورا وايي چې د خلکو په ملاتړ او له سوله ییزې لارې د خلکو پاکو رایو ته احترام کوي او اجازه نه ورکوي چې داځل د هېواد پر برخلیک لوبې وشي.
دغه مطلب نن د ثبات او همپالنې ټيم د مشر او ملي یوالي حکومت د اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په رسمي پاڼه کې خپور شوی دی.
د ثبات او همپالنې ټيم لیکلي، ددغه ټيم رهبرۍ شورا نن په یوه ناسته کې تصمیم ونیوه چې پر الله د توکل، د خلکو په ملاتړ او له مشروع او سوله ییزې لارې د خلکو پاکو رایو ته احترام کوي.
په دې ناسته کې د ثبات او همپالنې ټېم مشرانو د وروستیو بدلونونو او وضعیت تر کره ارزونې وروسته اعلان وکړ چې اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا د افغانستان برخلیک په درغلۍ وټاکل شي.
د ثبات او همپالنې ټيم د رهبرۍ شورا له ټاکنو کمېسیون او د افغانستان له نړیوالو شریکانو غوښتي چې مخکې له دې چې ناوخته شي د ټاکنو د ژغورنې او په هېواد کې د بحران د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ ویلي و چې کمېسیون د خپل وظیفوي مسوولیت په درک تل پر مدرکونو او شواهدو ولاړو قانوني اعتراضونو ځواب ته تیار دی او ځان د خلکو او قانون پر وړاندې ځواب ورکوونکی ګڼي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه راز ویلي چې د قانون او خپلواکۍ د اصل پر اساس د خلکو له پاکو رایو ساتنه کوي او په هېڅ ډول شرایطو کې به خلکو، ډلو یا بنسټونو ته په ټاکنو کې د لاس وهنې اجازه ور نه کړي.
ټاکنو کمېسیون له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلا کېدو په موخه د روان کال د لړم په ۱۸ مه د رایې ورکولو له ټولو ۲۶۵۸۰ مرکزونو څخه د ۸۲۵۵ محلونو د تفتیش او بیاشمېرنې د اعلان خبر ورکړ، خو دغه بهیر د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبيل په مشرۍ د ځینو ټاکنیزو ټکټونو پلویانو یې په اوو ولایتونو کې مخه ونیوله.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنیز مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶ اعلان شوې وای، خو سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ له امله د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېډ.
ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي خو یادې پایلې تر نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.
login or register a new account.