ژبه

سرچینه: د ټاکنو کمېسیون رهبري د ۲۷ ولایتونو په اړه خپله پرېکړه اعلانوي

 کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ۲۷ ولایتونو راپور نن بشپړېږي او د کمېسیون رهبري به ډېر ژر د لومړنیو پایلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبرۍ دارالانشا ته دنده وسپارله څو د ۲۷ ولایتونو راپور بشپړ کړي.

سرچینې وویل چې نن د ۲۷ ولایتونو راپور د کمېسیون د دارالانشا ریاست له خوا بشپړيږي او د ورځې ترپایه د کمېسیون د رهبرۍ د پرېکړې لپاره دغه کمېسیون ته استول کېږي.

د سرچینې په وینا، د پاتې اوو ولایتونو په اړه به وروسته پرېکړه وشي.

بلخوا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر سرپرست ویاند ذبېح الله سادات په دې اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې د قانون له مخې ترسره شوې، بهترینې او شفاف ترینې ټاکنې وې او ډېر ژر به يې لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې. ددغو ټاکنو لومړنۍ پایلې په داسې حال کې چې یوځل د تلې له ۲۷مې د لړم ۲۳مې او وروسته بیا تر نامعلومې مودې پورې هغه وخت وځنډېدې چې ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸مه، د رایې ورکولو د ۸۲۵۵ محلونو بیا شمېرنه پیل کړه؛ خو دا شمېرنه د یوشمېر ټاکنیزو ټیمونو په ځانکړي ډول ثبات او همپالنې ټېم له اعترضونو سره مخ شوه او تراوسه په اوو ولایتونو کې نه ده ترسره شوې.

login or register a new account.