کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۸): مشرانو جرګې پر یو شمېر وړاندیزونو سربېره د ۱۳۹۹ کال د بودجې طرحه نن په داسې حال کې تایید کړه چې له دې وړاندې ځینو سناتورانو یاده طرحه «نا انډوله او د عوامو تېر ایستونکې» بللې وه.
د افغانستان مالي کال د سلواغې په لومړۍ ڼېټه پیلېږي.
د افغانستان د راتلونکي مالي کال ملي بودجه چې ۱۲۸ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیایي بودجه کېږي، د لړم په ۲۶مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه.
مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون رییس محمد عظیم قویاش د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ د عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ د پراختیایي بودجې لپاره په پام کې نیول شوې دي.
دی وایي چې ډېری عادي بودجه د ملي دفاع، بهرنیو، پوهنې، ترانسپورت، د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، مالیې، د ملي امنیت ریاست، سیمه ییزو ارګانونو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارتونو ته ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په خبره، په پراختیایي بودجه کې پوهنې، ملي دفاع، بهرنیو چارو، ملي امنیت ریاست، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، مالیې او ترانسپور وزارتونه په تدریج سره په پام کې نیول شوي.
قویاش وایي چې د راتلونکي کال د بودجې په سند کې د ۵۴۷ پروژو پر تړونونو سربېره چې کارونه یې له وړاندې پیل شوي او اوس هم روان دي، ۱۱ نوې پروژې هم ځای پر ځای شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ټولې بودجې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ د ننیو عوایدو او پاتې د نړیوالې ټولنې له خوا تمویلېږي.
هغه وویل چې د جرګې غړو د مشورې لسګونه وړاندیزونه په کتبي ډول وړاندې کړل او د هغې هوکړې له مخې چې د مالیې وزارت له مسوولانو سره شوې، دغه وړاندیزونه او مشورې د بودجې په سند کې شاملېږي.
خو د جرګې یو شمېر غړو د راتلونکي کال بودجه نا انډوله وبلل او ویې ویل چې هېڅکله د دې جرګې مشورتې نظریه د بودجې په سند کې نه ده شامله شوې.
په یاده جرګه کې د پروان د خلکو استازي معلم لالا ګل وویل: «پنځه کاله کېږي چې موږ مشورتي نظریې ورکوو، خو هېڅکله زموږ یوه پروژه هم د بودجې په سند کې نه ده شامله شوې.»
د دې جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار پر دې سربېره چې د جرګې د راتلونکي کال سند یې نا انډوله وباله، وویل، هغه پروژې چې د مشرانو جرګې د غړو له خوا وړاندې کېږي؛ باید د بودجې په سند کې شاملې شي.
د جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې په روان کال کې د مالیې وزارت له مسوولانو سره د شوي تفاهم له مخې، هغه نظریات او پروژې چې د دې جرګې له خوا وړاندې شوي، د بودجې په سند کې دې ځای پرځای شي.
په پای کې د راتلونکي کال بودجه او د دې جرګې یو شمېر وړاندیزونه رایې اچونې ته وړاندې شول او د رایو په اتفاق تایید شول.
د اساسي قانو د ۹۸یمې مادې له مخې، د دولت بودجه او پراختیایي پرګرامونه، اول مشرانو جرګې او د دې جرګې له نظر او مشورې وروسته ولسې جرګې ته وړاندې کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










