کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ځینو ولایتونو له معترضینو سره تفاهم ته رسېدلي او هیله مندي شته چې تر راتلونکو دوو ورځو د دغه کمېسیون یو شمېر ولایتي دفترونه خلاص شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند میرزا محمد حقپرست نن پژواک خبري اژانس ته وویل، هیله مندي شته چې تر راتلونکو دوو ورځو د دغه کمېسیون یو شمېر ولایتي دفترونه خلاص شي.
هغه زیاته کړه: ((د ولایتي دفترونو له لارې د یو شمېر ولایتونو له معترضینو سره خبرې شوې او هیله لرو چې تر راتلونکو دوو ورځو د دغه کمېسیون یو شمېر ولایتي دفترونه خلاص شي.))
نوموړي د ستونزو د نه ډېرېدو لپاره د ولایتونو له نوم اخیستو ډډه وکړه.
هغه روښانه کړه چې د ولایتي دفترونو د خلاصېدو په صورت کې په هغو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پیل شي او دغه بهیر به د قانون مطابق مخته لاړ شي.
حقپرست د ټاکنو کمېسیون له خوا د ۲۷ ولایتونو د راپور د بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون رهبرۍ ته راپور وسپارل شو او د کمېسیون رهبرۍ د تصمیم لپاره ناسته وکړه.
هغه د ناستې د پایلې په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل، ښايي د کمېسیون مشرتابه د نن ورځې تر پای یا سبا د ۲۷ ولایتونو په اړه خپله پرېکړه اعلان او لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
نوموړي د دې په روښانولو چې همدا اوس په ټاکنو کمېسیون کې ناسته روانه ده وویل، هڅه کوي چې له حقوقي اړخه د ۲۷ ولایتونو د لومړنیو پایلو د اعلان او پاتې اوو ولایتونو په اړه تصمیم ونیسي.
دغه راز په افغانستان کې د رڼو ټاکنو بنسټ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو کمېسیون د وروستیو دوو میاشتو د بدلونونو په اړه خپلې نظارتي موندنې خپرې کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي، ټاکنو کمېسیون رایو ته د باور ورکونې لپاره د حساب ورکونې میکانیزم نه لري چې دغه چاره ددې لامل شوې څو یو شمېر ټاکنیز ټکټونه د رایو د نفتیش او بیاشمېرنې بهیر وغندي او په پای کې ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو قوانینو په چوکاټ کې ټاکنیزو ټکټونو ته له قناعت ورکولو عاجز پاتې شي.
دغه بنسټ په ټاکنو بهیر کې له ښکېلو لورو غوښتي چې د قانون په چوکاټ کې د رایو تفتیش او بیاشمېرنې ته زمینه برابره کړي او د ټاکنو کمېسیون په قانوني کړنو کې مزاحمت ونکړي څو د ټاکنو پایلې اعلان شي.
ټاکنو کمېسیون له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کېدو په موخه د روان کال د لړم په ۱۸مه د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ مرکزونو د ۸۲۵۵ ملحونو د تفتیش او بیاشمېرنې د اعلان خبر ورکړ خو دغه بهیر د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله په مشرۍ ځینو ټاکنیزو ټکټونو پلویانو یې په اوو ولایتونو کې مخه ونیوله.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنیز مهال وېش له مخې، ټاکل شوې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای، خو سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ له امله د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېډ.
login or register a new account.